د لاسرسي ځای

تازه خبر

اېف اې ټي اېف پاکستان د څار په خړ لېسټ کې پرېښود


پاکستان د ۲۰۱۸ز کال له جون راهیسې د اېف اې ټي اېف د څار په خړ لېسټ کې دی.
پاکستان د ۲۰۱۸ز کال له جون راهیسې د اېف اې ټي اېف د څار په خړ لېسټ کې دی.

د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې (فنانشل اېکشن ټاسک فورس یا اېف اې ټي اېف) پرېکړه کړې چې پاکستان په خپل خړ لېسټ کې وساتي. یادې ادارې ویلی چې په راتلونکو څلورو میاشتو کې به د دې هېواد کارکردګۍ ته بيا کتنه کوي.

دې پاریس مېشته ادارې د مارچ پر څلورمه د خپلې پرلیکه ( ان لاین) غونډې په پای کې ویلي،چې پاکستان په ورکړل شوي لېسټ کې لا هم دوه نکاته نه دي پوره کړي نو ځکه یې پرېکړه کړېده چې دم ګړۍ ته دغه هېواد په خړ یا ګری لسټ کې وساتي. په بیان کې پر اسلام اباد غږ شوی چې د ترهګرۍ د تمویل مخنیوي په برخه کې دې "ژر تر ژره پرمختګ" وکړي.

د پاکستان د انرژۍ چارو وزیر حماد اظهر چې په دغې پرلیکه غونډه کې یې د پاکستان مشري کوله، د مارچ پر څلورمه یې پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې پاکستان ته د اېف اې ټي اېف لخوا په ورکړل شوي لېسټ کې په دوو نکاتو کار کول دي او نورې یې ټولې ضروري خبرې پوره کړي دي.

د اېف اې ټي اېف ترمخه دا نیمګړتياوې له ترهګرۍ سره د مالي مرستو د مخنيوي په برخه کې دي چې دا ټولې برخې له ترهګرۍ سره د مرستو پورې اړه لري.

پاکستان د ۲۰۱۸ز کال له جون راهیسې د اېف اې ټي اېف د څار په خړ لېسټ کې دی.

په ۲۰۱۸ م کال کې پاکستان په خړ لېسټ کې ځکه واچول شو چې دې هېواد په دغه ۴۰ سپارښتنو کې يوازې په ديارلسو عمل کولو او په پاتې ۲۷ د عملدرامد کولو لپاره پاکستان ته د يو کال وخت ورکړل شوی و.

د پاکستان حکومت په بیا بیا ویلي دي چې د ترهګرو ضد یې د عملیاتو په ګډون نور اقدامات هم کړي دي او د ترهګرۍ د تمویل مخنیوي لپاره یې په تېرو دوو کلونو کې قوانین هم جوړ کړي او عملي کړي دي.

XS
SM
MD
LG