د لاسرسي ځای

تازه خبر

ثمر بلور: حکومت ژوند ته د راپېښ ګواښ "خط رالېږلی"


ثمر بلور په پېښور کې د بشير بلور اتم تلين ته د وينا پر مهال: عکس له ارشېفه
ثمر بلور په پېښور کې د بشير بلور اتم تلين ته د وينا پر مهال: عکس له ارشېفه

د عوامي نیشنل ګوند د خيبر پښتونخوا ویاندې ثمر هارون بلور ادعا کړې چې ځايي انتظامیې "خط ورلېږلی" چې د ترهګریزو حملو د خطر له وېرې دې سیاستوالان خپلې هلې ځلې محدوده کړي.

هغې د مارچ پر پينځمه په پېښور کې خبريالانو ته وويل چې د تحريک انصاف حکومت بايد د سیاستوالانو فعاليتونو محدودولو پر ځای هغوي ته امنيت ورکړي. خو هغې له رسنيو سره خط شريک نه کړ البته دومره يې وويل چې خط ورته د سي سي پي او (کېپيټل سټي پوليس افسر) له خوا ترلاسه شوی دی.

تر اوسه د پېښور ځايي انتظامیې په دې اړه څه نه دې ويلي خو د مارچ پر پينځمه نېټه د پاکستان کورنيو چارو وزير شيخ رشيد په خبرې غونډه کې ويلي ول چې امنيتي ادارې د ترهګرۍ د هر خطر په وړاندې بېداره دي.

دا په داسې حال کې ده چې د مارچ پر څلورمه په پېښور کې پر امام بارګاه شوې ځانمرګي بريد کې ۶۲ کسان وژل شوي او له ۲۰۰ زیات پکې زخميان شوي ول. داعش وسله والې ډلې د بريد ذمه واري منلې وه.

ثمر بلور غوښتنه وکړه چې د بريد پلټنه دې وشي " په پېښه کې لاسلرونکي دې راڅرګند کړل شي او داسې سزا دې ورکړل چې په راتلونکې کې يو څوک د پېښور له اوسېدونکو سره د دغسې يو کار کولو څخه وډار شي"

تر دې وړاندې هم حکومت د نورو سياسي ګوندونو ترڅنګ د عوامي نېشنل پارټۍ مشرانو ته د وسله والو ډلو له خوا د هغو ژوند ته د ورپېښو خطرونو په اړه خطونه لېږلي دي.

د اې اېن پی مرکزي جنرل سېکټر میا افتخار حسين ته هم څو ځله دغسې خطونه لېږل شوي ول.

XS
SM
MD
LG