د لاسرسي ځای

تازه خبر

محمود خان اڅکزي عوامي نیشنل ګوند ته د بنو په جرګه کې د ګډون بلنه ورکړه


امیر حیدر خان هوتي د مارچ پر لومړۍ نېټه په چارسده کې له محمود خان اڅکزي سره د لیدو پرمهال.
امیر حیدر خان هوتي د مارچ پر لومړۍ نېټه په چارسده کې له محمود خان اڅکزي سره د لیدو پرمهال.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د عوامي نیشنل ګوند مشرانو ته په بنو کې په کېدونکې جرګه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

نوموړی د مارچ پر لومړۍ نېټه په چارسده کې ولي باغ ته ورغلی وو او هلته یې د عوامي نیشنل ګوند له مرستیال مشر امیر حیدر خان هوتي سره ولیدل او ورته یې د مارچ پر ۱۱مه په بنو کې په درې ورځنۍ جرګه کې د ګډون بلنه ورکړه.

اڅکزی وايي، دا جرګه یې پښتنو ته د "ورپېښو ستونزو" د هواري لپاره وربللې ده. له دې پرته نوموړي د جرګې اجنډا نه ده په ډاګه کړې.

نوموړي د فبرورۍ پر ۲۱مه په کوټه کې د خپل ګوند یوې غونډې ته ویلي ول چې په جرګه کې به د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان زنداني استازي علي وزیر د خوشې کولو په لړ کې "مهمه پرېکړه" هم کوي خو په دې اړه یې نور وضاحت ور نه کړ.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ مشر علي وزیر د ۲۰۲۰ز کال له ډېسېمبر راهیسې د کراچۍ په زندان کې دی او ورباندې په درو مقدمو کې د ریاست ضد ویناګانو او د خلکو پارولو تورونه دي چې هغه یې ردوي.

په عین حال کې پي ټي اېم د فبرورۍ له ۱۳مې راهیسې د نوموړي د خوشې کولو لپاره په کراچۍ کې د سیند اسمبلۍ مخې ته پرلت ته هم دوام ورکړی دی او له صوبايي حکومته غواړي چې د هغه پرضد دې مقدمې ختمې کړي. خو واکمن پیپلز ګوند دریځ لري چې د وزیر پرضد قضیې په عدالت کې روانې دي، ځکه یې د ختمولو واک نه لري.

محمود خان اڅکزي د عوامي نیشنل ګوند ترڅنګ د قامي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو، د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان او په خیبر پښتونخوا کې د یوشمېر نورو ګوندونو مشرانو ته هم په جرګه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

اڅکزي د ۲۰۲۱ز کال په جون کې هم په بنو کې د پښتنو پر ستونزو د جرګې وربللو اعلان کړی وو خو هغه جرګه بیا و نه شوه او ګوند یې د ځنډولو یا نه کېدو د لامل په اړه هم څه نه ول ویلي.

XS
SM
MD
LG