د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان اوسېدونکيو پرلت ختم کړی


د شمالي وزیرستان مشران تر احتجاج وروسته د جرګې پر مهال. د ۲۰۲۱ز کال د فبرورۍ ۲۸مې عکس
د شمالي وزیرستان مشران تر احتجاج وروسته د جرګې پر مهال. د ۲۰۲۱ز کال د فبرورۍ ۲۸مې عکس

د شمالي وزیرستان په میرامشا کې د دوېګر سیدګي سیمې اوسېدونکو بېګا د انتظامیې تر ډاډ وروسته احتجاجي پرلت ختم کړ.

دا پرلت د مارچ پر لومړۍ نېټه تر هغې وروسته پیل شو چې امنیتي ځواکونو پر سرتېرو د وسله وال برید په غبرګون کې د دوېګر سیدګي ۲۷ اوسېدونکي ونیول.

د شمالي وزیرستان انتظامیه وايي، وسله والو پر هغه ورځ د ډېورنډ کرښې له هغې خوا څخه پر پوسته ډزې کړې وې چې پکې دوه سرتېري ووژل شول. د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

د سیمې اوسېدونکي وايي، امنیتي ځواکونو د لټون عملیاتو پرمهال پر خلکو تشدد هم وکړ خو وروسته یې ۱۴ کسان خوشې کړل. د پرلت یوه ګډونوال مولانا نور اسلام د مارچ پر دويېمه مشال راډیو ته وویل، له انتظامیې څخه یې د پاتې کسانو د خوشې کولو، تر وسله والو بریدونو وروسته د ځايي خلکو د نه ځورولو او په سیمه کې د امنیت ټینګښت غوښتنې وکړې.

د شمالي وزیرستان انتظامي مشر شاهد علي خان د مارچ پر دوېیمه مشال راډیو ته وویل چې له پرلتوالو څخه یې د نیولو کسانو د خوشې کولو لپاره وخت وغوښت او ورته یې د هغوی د غوښتنو د منلو ډاډ ورکړ چې تر هغې وروسته احتجاجي ناسته پای ته ورسېده.

XS
SM
MD
LG