د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین جګړه: د پاکستان او روسيې د بهرنيو چارو وزیران سره غږېدلي


د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي ( له ښي اړخه) او د روسيې بهرنیو چارو وزیر سېرګي لاوروف. عکس له ارشېفه
د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي ( له ښي اړخه) او د روسيې بهرنیو چارو وزیر سېرګي لاوروف. عکس له ارشېفه

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي له خپل روسي سيال سېرګي لاوروف سره خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د مارچ پر پينځمه نېټه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې دواړو مشرانو د ټېلېفون له لارې خبرې وکړې چې پکې قریشي د اوکراين په اړه لاوروف ته وويل چې پاکستان د نړيوالو قوانينو په رڼا کې له ديپلوماتيکو او د مذاکراتو له لارې د مسلې د حل غوښتونکی دی نو ځکه د کشالې پر کمولو زور راوړي.

د خبرپاڼې له مخې قریشي د لاوروف سره پر تجارت او سيمه ييز امنيت هم خبرې کړې دي.

د فبرورۍ پر ۲۴مه د روسيې له لورې پر اوکراین تر بريد وروسته پاکستان دريځ خپل کړی چې دا ستونزه دې د خبرو له لارې حل شي. د بريد پر مهال د دې هېواد لومړی وزير عمران خان په دوه ورځني سفر مسکو ته ولاړ او له ولسمشر پوتين سره یې وليدل. دا سفر لا پخوا پلان شوی وو.

تر ليدنې وروسته د پاکستان د وزیراعظم دفتر د فبرورۍ پر ۲۵مه په بیان کې ویلي ول چې دواړو مشرانو د زیارت ( فبرورۍ ۲۴مه) پر ورځ د لیدو پرمهال د توانایۍ (انرژۍ) او کاروبار په ډګر کې پر "خپلمنځي همکاریو" او په جنوبي اسیا کې پر "روانو حالاتو" خبرې کړې دي.

د روسيې او اوکراين په شخړه پاکستان بې پرې پاته شوی دی.

کله چې د مارچ پر دويمه د ملګرو ملتونو عمومي جرګې په بېړنۍ ناسته کې پر اوکراین د روسيې د بريد غندنې او د پوځيانو د اېستلو پرېکړه ليک ومانه نو پاکستان په هغو ۳۵ هېوادونو کې وو چې د قرداد په اړه يې خپلې رايې ونه کارولې. ۱۴۱ هېوادونو د پرېکړه ليک په حق کې رايې ورکړې وې.

XS
SM
MD
LG