د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد: د ورکو بلوڅ زده کوونکو د موندنې لپاره پرلت دوام لري


د کوټې پريس کلب مخې ته د ورکو بلوڅانو د موندلو لپاره احتجاجي کېمپ: د ۲۰۲۱ز کال د اکتوبر شپږمې عکس
د کوټې پريس کلب مخې ته د ورکو بلوڅانو د موندلو لپاره احتجاجي کېمپ: د ۲۰۲۱ز کال د اکتوبر شپږمې عکس

په اسلام اباد کې د ورکو زده کوونکو د موندلو د غوښتنې لپاره د مارچ پر درېيمه نېټه هم احتجاجي پرلت دوام لري.

د قايداعظم پوهنتون زده کوونکيو د مارچ پر لومړۍ نېټه احتجاج کاوه چې دا مهال ورباندې پولیسو تشدد وکړ چې پکې ځينې ګډونوال ټپیان شول.

د بلوچ سټوډنټس کونسل اسلام اباد ویاند سلام بلوڅ د مارچ پر درېيمه نېټه مشال راډيو ته وويل چې د پوليسو د وهلو سربيره يې هم د اسلام اباد پريس کلب مخې ته پرلت ته دوام ورکړی دی.

هغه زیاته کړه چې تراوسه پورې کوم حکومتي چارواکي ورسره تماس نه دی نیولی او نه یې هم غوښتنې منل شوې دي.

د اسلام اباد پوليسو يو چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله د مارچ پر دوېیمه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې لوړو پوړو چارواکو ورته ويلي ول چې په اسلام اباد کې د خبریالانو مرکز یا پریس کلب مخې ته د احتجاجي کیمپ لګولو اجازه نه شته نو پر دې اساس دوی اقدام وکړ او احتجاج يې ختم کړ.

احتجاجيان غوښتنه کوي چې د قایداعظم پوهنتون ذده کوونکی حفیظ بلوچ او نور لادرکه کسان دې ژر تر ژره وموندل شي.

د اسلام اباد پولیسو یو ویاند نعیم د مارچ پر درېيمه مشال راډیو هم دومره وويل چې د پریس کلب مخې ته روان احتجاج سوله يیز دی.

د پاکستان په سېنېټ کې د پيپلز پارټۍ پارلېماني مشرې شېرين رحمان له پرلت سره پیوستون ښوولی. نوموړې د مارچ پر درېيمه نېټه پر ټويټر پاڼه ليکلي چې د اسلام اباد پريس کلب مخې ته د لادرکه حفیظ بلوڅ د خوشي کولو لپاره د زده کوونکو له احتجاج سره پيوستون ښيي. هغې زیاته کړې"زموږ ځوانان د خپلو ستونزو حل له سياسي لارې غواړي نه چې د جبر له لارې"

حفیظ بلوڅ د اسلام اباد په قايداعظم پوهنتون کې د اېم فل زده کوونکی دی چې د کورنۍ په وينا يې د فبرورۍ پر اتمه نېټه د بلوچستان په خضدار ښار کې مخ پټو وسله والو وتښتاوه.

د بلوڅ پلار حاجي محمد حسن د فبرورۍ پر ۱۰مه نېټه بي بي سي ته ویلي چې زوی یې خضدار کې ماښام مهال زده کوونکو ته درس ورکاوه چې مخ پټي وسله وال ورغلل او له ځان سره يې یووړ.

د خفيط بلوڅ د لادرکۍ په اړه د بشري حقونو سازمان هيومن رايټس کميشن اف پاکستان د فبرورۍ پر ۱۷مه په بیان کې د هغه د موندنې او ککړو کسانو ته د سزا ورکولو غوښتنه کړې وه.

د فبرورۍ پر ۱۱مه نېټه هم په خضدار کې د حفیظ بلوڅ د لادرکۍ پرضد مظاهره شوې وه. حکومت په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د خضدار پوليس وايي، د هغه کورنۍ د لادرکۍ درخواست ورکړی چې پر اساس يې دوی کارروايي پیل کړې ده.

په پاکستان کې په زوره د خلکو ورکولو لړۍ له ډېرې مودې راهيسې روانه ده خو د هغه هېواد د پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف په حکومت (۱۹۹۹-۲۰۰۸ز) کې پکې زياتوالی راغی. په ورکو کسانو کې زده کوونکي، وکيلان، سياسي او مدني فعالان، خبريالان، او مشکوک وسله وال شامل دي چې زیاتره يې پښتانه، بلوڅان او سينديان دي.

فعالې ډلې او د بشري حقونو سازمانونه د پاکستان پر پوځ او استخباراتي ادارو د خلکو د ورکولو تور پورې کوي چې خو پوځ تل دا تور رد کړی. البته د ۲۰۱۹ز کال په جولای کې د پاکستان پوځ ويلي ول، په راولپېنډۍ کې یې په مرکزي دفتر (جي اېچ کیو) کې د ورکو کسانو په اړه د پلټونو او د هغوی د قضیو څېړلو لپاره ځانګړې څانګه جوړه کړې ده.

د پاکستان حکومت په ۲۰۱۱ز کال کې د ورکو کسانو د قضيو څېړلو کمېشن جوړ کړ چې په بیا بیا يې ويلي، هغه کسان چې وموندل شي او ستانه شي، هېڅکله د خپلو تښتونکو په اړه معلومات نه ورکوي او نه وايي چې ولې تښتول شوي ول او څه ورسره پېښ شول؟

XS
SM
MD
LG