فرهاد شینواری په خیبر کې د مشال راډیو خبریال دی او د هم هغې سیمې پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو موضوعاتو خبریالي کوي.
د لواړګي اوسېدونکي وايي، د بجلۍ د نشتوالي له امله یې ټیوب وېلونه بند شوي، د اوبو قلت ترې پیدا شوی دی او د کمزورۍ بجلۍ له کبله یې په کورونو کې برقي الات خرابېږي.
دا کډوال په ۲۰۱۳م کال کې په تیرا کوکي خیلو کې د وسلوالو ډلو د شتون او بدامنۍ له امله جمرود ته کډه شوې وي وو او د کډوالو لپاره د جوړو کیمپونو په ځای د خپل خپلوانو سره دیره شوي وو.
د کورونا د کنټرول او څار ادارې "اېن سي او سي" د مې له پنځمې نېټې څخه په تورخم دروازه د افغان وګړو پاکستان ته په ورننوتو بندیز لګولی خو یوازې ایمرجنسي ناورغان او هغه زده کوونکي چې په پاکستاني تعلیمي ادارو کې داخل دي هغوی پرې پاکستان ته ور داخلیدای شي، خو بیا عامو وګړو ته دا اجازه نه شته.
د خیبر لسګونه سیاسي او مدني فعالانو د انتظامي او امنیتي چارواکو تر ډاډ وروسته احتجاجي ناسته پای ته رسولې او افغانستان ته تلونکی سړک یې خلاص کړی دی. دوی د جون پر ۳۰مه تر هغې یوه ورځ وروسته تورخم ته تلونکې لار وتړله چې د لواړګي په تاتره کلي کې د راکټ مرمۍ چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ پ
دوی د جون پر ۳۰مه تر هغې یوه ورځ وروسته تورخم ته تلونکې لار وتړله چې د لواړګي په تاتره کلي کې د راکټ مرمۍ چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ پینځه غړي ووژل او پینځه یې ژوبل کړل.
مظاهره چیانو تر هغه پس تورخم ته تلونکې لار وتړله چې د لواړګي په تاتره کلي کې د راکټ مرمۍ چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون پینځه کسان ووژل او پینځه یې ژوبل کړل.
د پاکستان حکومت د مې میاشتې له پنځمې نېټې راهېسې د کورونا د مخنیوي په خاطر د تورخم په دروازه په تلو راتلو بندیزونه لګولي. افغانان پاکستان او پاکستانیان افغانستان ته نه پرېښودل کېږي.
په افغانستان کې ایسار پاکستاني وګړي چې په تورخم وره ورننوځي نو د کووېډ-۱۹ ټيسټ به یې کېږي، که مثبت وي نو بیا به د لواړګي په روغتون کې اته ورځې قرنطینېږي.
حکومت دا اقدام تر هغې وروسته کړی چې د سیمې خلکو ویلي ول چې په مرستندویه مرکزونو کې د پردې انتظام نشته او پکې سړي کار کوي، نو ځکه ښځې نه وراستوي.
احسان داوړ د اپرېل پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل، اوس به صوبايي حکومت د کډوالو هرې کورنۍ ته هره میاشت ۸،۰۰۰ روپۍ ورکوي. د ده په خبره، صوبايي حکومت د نغدې مرستې منظوري ورکړې نو ژر به یې وېش پیل کړي.
د ځوان کوکيخېل اتحاد صدر اشفاق اپرېدی وايي، له تېرو درېوو میاشتو راهیسې یې په مختلفو طریقو سره د کوکيخېل پر خاوره د امن خرابولو کوښښ روان دی.
د کورونا وایرس په اړه د پاکستان د صحت وزارت ځانکړې ویب پاڼې لیکلي دي چې په تېر یو شواروز کې ۵۰۵۰ نور کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.
دوي وایي، د ځایي قبایلو په څیر د دوی کورونه هم ویجاړ شوي خو د ورانو شوو کورونو د بیا رغولو په سروې کې لا چا نه دي شامل کړل شوي.
په دې غونډه کې شریک فعال او کلینیکل سایکالوجسټ محمد شیراز مشال راډیو ته وویل:"د پاکستان د نورو سیمو په څیر په خیبر ضلع کې هم په ایس، چرس او هیرونو روږدو کسانو کې زیات شوي دي.
نور وښیئ