د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر کې د ډینګي ناروغانو شمېر تر ۲۰۰۰ اوښتی دی


د اختر علي شینواري په نامه بل کس مشال راډیو ته وویل، په کار ده چې د ډینګي ناروغۍ ضد هم د کورونا وایرس په څېر کمپاین وچلول شي.
د اختر علي شینواري په نامه بل کس مشال راډیو ته وویل، په کار ده چې د ډینګي ناروغۍ ضد هم د کورونا وایرس په څېر کمپاین وچلول شي.

د خیبر پښتونخوا د قبایلي ضلعې خیبر اوسېدونکي‌ او ځايي فعالان وايي چې هلته په یو شمیر کلیو کې د ډینګي ناروغي خپره شوې ده او په لسګونه کسان یې نیولي‌دي.

د لنډي کوتل یو فعال هجرت علي اپریدی مشال راډیو ته وویل چې دې ناروغۍ اوس هلته وبايي بڼه اخیستې ده.

ده وویل، "هر خیل کې خوره شوې، ډینګي څوک سنجیده نه اخلي ،پکار ده چې هر خیل او کلی کې میدیکل کیمپونه ولګول شي، خلک خبر کړل شي، د ماشو ضد سپرې وشي او خلکو ته مچر دانۍ ورکړل شي."

ډاکټران وایي دا ناروغي د یو خاص قسم ماشي له چیچلو خپرېږي او په دوام داره توګه ورسره د انسان تبه وي.

هجرت علي اپرېدی وايي د دوی په سیمه کې له زیاتره خلکو سره دا پوهه نشته چې دا ماشي څنګه خپل نسل زیاتوي او مخینوې یې څنګه ممکن دی؟

ده وویل چې که پر وخت ګامونه وانه خیستل شو نو دا ناروغي به هلته نوره خپره شي.

یو بل ځايي کس سرتاج شینواری وایي، پکار ده چې لنډي کوتل ته د صحت څانګې اړوند ډلې ولېږل شي.

د اختر علي شینواري په نامه بل کس مشال راډیو ته وویل، په کار ده چې د ډینګي ناروغۍ ضد هم د کورونا وایرس په څېر کمپاین وچلول شي.

د ده په وینا، په دې لړ کې حکومت ته د خاص دلچسپۍ اخیستو ضرورت دی چې دا یوه وبا وګرځوي او د مخنیوي لپاره یې بندوبست وکړي.

د خیبر ضلعې د صحت محکمې مشر ډاکټر محمد ایوب وایي دوی د ډینګي ناروغۍ د مخینوي لپاره ټولې ساینسي طریقې عملي کړې دي.

د ده په وینا، په کومو ځایونو کې چې دا ناورغي زیاته ده هلته ولاړې اوبه له منځه وړي او د ماشو ضد سپرې هم کوي.

خو ده وویل، هر څوک چې تبه لري‌ په کار ده چې لنډي کوتل مرکزي روغتون ته ورشي.

د ده په خبره، احتیاطي تدابیر دا دي چې هر ډول اوبه پټې وساتل شي، چې کومې غیر ضروري اوبه ولاړې وي هغه هره ورځ ضایع کړل شي او د پاکو اوبو د لوښو سرونه کلک وتړل شي.

ده زیاته کړه، "موږ مچردانۍ وېشلې دي، پکار ده دا استعمال کړل شي، موسپل دوایي مو ویشلې ده پکار ده چې دا ولګوي او د لستوڼو والا جامې دې استعمال کړل شي."

په خیبر کې د ډینګي ملیریا او لشمینا قابو کولو څانګې چارواکي وایي چې تیر کال هلته د ډینګي شاوخوا ۸۰۰ ناروغان میندل شوي وو.

د دوی په وینا، سږ کال تر اوسه یوازې په سرکاري روغتونونو کې د داخل شوو ناروغانو شمېر تر ۲۰۰۰ زیات شوی دی.

XS
SM
MD
LG