د لاسرسي ځای

تازه خبر

اېف سي دې زموږ پر کورونو چاپې نه وهي، ترهګر دې ونیسي: د خیبر ځايي ولس


د خیبر تورخم سیمه
د خیبر تورخم سیمه

په خیبر ضلع کې د ایف سي ځواک او پولیسو له خوا پر کورونو تر چاپو پس ځایي ولس سخت غبرګون ښودلی دی.

د دغې ضلعې اوسېدونکي وایي چې امنیتي سرتېري او پولیس یې بغیر د څه وینا، کورونو ته ننوځي، تالاشۍ یې اخلي او د خپل حفاظت لپاره ساتلې وسلې هم ترې وړي.

دوی وایي په کار ده چې کوم خلک ورته مطلوب دي، یوازې دې د هغوی پرضد کارروایي وشي. خو د خیبر ضلعي پولیسو له خوا په جاري شوې خبر پاڼه کې ویل شوي دي چې دوی له امنیتي ځواکونو سره په شریکه د امنیت په خاطر د خیبر ضلعې په بېلا بېلو برخو کې د لټون عملیات پیل کړي دي.

د خیبر ضلعې د سیاسي اتحاد یو مشر مقتدرشاه اپرېدی وایي، له دوی سره یوازې یو توپک دی، په هغه خپل ځان ساتي، نور له دوی سره هېڅ غټه وسله نه شته. ''موږ داسې چاپې نه منو، دا زموږ بې عزتي ده، که څوک ورته مطلوب وي نو موږ ته دې يې په ګوته کړي، د هغه په نیولو کې به ورسره مرسته وکړو خو بې له پوښتنې زموږ په کورونو راننوتل، دا زموږ د کلتور ضد کار دی، زموږ د مېرمنو پېټۍ تالاشي کول نه منو، بله دا چې سامانونه هم ترې غلا کوي، داسې عملیات موږ نه شو منلی.''

سیاسي مشر شاه حسین شینواري له مشال رېډیو سره په خبرو کې په خیبر کې د امنیتي ځواکونو له لوري د پیل شویو عملیاتو سخته غندنه وکړه او غوښتنه کوي چې ځواکونه دې د بې ګناه خلکو له ځورولو ډډه وکړي. نوموړي وویل، د بچیانو امتحانونه یې روان دي نو دغسې چاپې او عملیات یې په ذهني توګه متاثره کوي.

شاه حسېن شینواري زیاته کړه، اېف سي ځواکونه دې هلته خپل عملیات وکړي چېرته چې لویه وسله وي یا هم کوم تره ګر وي.

یوه ځایي ځوان عدنان اپرېدي بیا له مشال رېډیو سره په خپلو خبرو کې پر سرکار غږ وکړ چې خپل امنیتي ځواکونو دې له دې چاپو راوګرځوي، د نوموړي په وینا دوی نور داسې کور په کور چاپې نه شي زغملای. (دا د یوه کور یا دوو کورونو خبره نه ده، دا چاپې د جمرود له سره کمره راشورو شوې او لنډي کوتل سلطانخېلو ته راورسېدلې، موږ داسې چاپې نورې نه شو زغملی، دا زموږ د حیا او عزت خبره ده، موږ پرامنه خلک یو باید چې داسې رویه راسره و نه شي.)

پر کورونو د وروستیو چاپو په اړه د خیبر انتظامي چارواکي وایي، چې امنیتي ځواکونو ورته باور ورکړی چې ډېر زر به د دغې سیمې له قومي او سیاسي مشرانو سره یوه جرګه وکړي او د دوی اندېښنې به لیرې کړل شي.

په خیبر ضلع کې دا چاپې او د لټون عملیات په داسې حال کې پیل شوي چې تېره اونۍ په خیبر ضلع کې په دوو جلا جلا پېښو کې د نامالومه وسلوالو په بریدونو کې د ایف سي ځواک دوه سرتېري، یو پولیس وال او د هغه یو ډرېور وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG