د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان وګړي وايي، پر تورخم ترې ناقانونه پېسې اخیستل کېږي

په تورخم کې د پاکستان د وفاقي تحقیقاتي ادارې ( ایف ای اې ) یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې دوی د وزیراعظم عمران خان له اعلانه وروسته د " ګېټ پاس" په نامه اجازت نامه لرونکي هم نه پرېږدي چې پاکستان ته ننوځي.

پاکستان ته تلوونکي افغان وګړي وايي پر تورخم پوله د پاکستانیو چارواکو له خوا ځورېږي او په ناقانونه توګه پېسې ورڅخه اخیستل کېږي.

دوی وايي، د پاکستان پر ویزو لرلو سربېره پر تورخم پوله د اوښتو اجازه نه ورکول کېږي.

د ننګرهار ولایت د جلال اباد یو اوسېدونکي سبحان الله د اکتوبر پر دویمه مشال راډیو ته وویل چې پر تورخم پوله مامور ملېشه ځواک او نور مسوول کسان ورڅخه پېسې اخلي.

ده وویل، پکار ده چې د دواړو خواوو ولسونو لپاره تورخم دروازه خلاصه کړل شي او پر دې لاره په تګ راتګ کې اسانۍ پیدا کړل شي.

د شوکت په نامه یو بل افغان وګړي مشال راډیو ته وویل، چې د تورخم دروازه باید د ناروغه کسانو او عامو خلکو تګ راتګ لپاره په مستقله توګه پرانستل شي.

ده زیاته کړه، "افغان ولس ډير له مشکل سره مخامخ دی، که دا لار په مستقله توګه خلاصه شي نو د ننګرهار د خلکو کار به ورسره روان شي."

په تورخم کې د پاکستان د وفاقي تحقیقاتي ادارې ( ایف ای اې ) یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې دوی د وزیراعظم عمران خان له اعلانه وروسته د " ګېټ پاس" په نامه اجازت نامه لرونکي هم نه پرېږدي چې پاکستان ته ننوځي.

ده دا تور هم رد کړ چې ګواکې پر تورخم پوله مامور مېلشه ځواک او نور زمه وار کسان پاکستان ته له تلوونکو افغان وګړو په ناقانونه توګه پیسې اخلي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د سېپټمبر پر ۲۹ امر کړی کوو چې په کابل کې د پاکستان سفارت دې افغان وګړو ته ګیټ پاس نه ورکوي.

نوموړي ویلي وو چې پاکستاني چارواکي دې د دې لپاره بندوبست وکړي چې افغان وګړي یوازې په پاسپورټ او ویزه پاکستان ته پرېښودل شي.

عمران خان دا امر له هغه وروسته کړی وو چې افغان وګړو پر تورخم پوله ولاړ پاکستاني چارواکي تورن کړي وو چې د اوښتو پر وخت د ګېټ پاس په نامه د اجازت نامې پر درلودلو سربېره ترې په ناقانونه توګه پیسې اخلي.

د پاکستان حکومت وايي په ملک کې د کورونا وایرس لا خپرېدو مخنیوي لپاره یې د ۲۰۲۱م کال د مې له پنځمې نېټې پر تورخم پوله محدودیتونه لګولي دي.

د دوی په وینا، یوازې جدي ناروغان، زده کوونکي او لوبغاړي پرېږدي چې پاکستان ته لاړ شي.

طالبانو د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته څو ځله د تورخم پولې پر پرانستلو له پاکستانیو چارواکو سره غونډې او خبرې کړې دي خو تر اوسه یې څه نتیجه نه ده ورکړې.

XS
SM
MD
LG