د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تیرا کوکيخېلو کډوالو ته د ستنېدو اجازه ورکړل شوه


دا کډوال په ۲۰۱۳م کال کې په تیرا کوکي خیلو کې د وسلوالو ډلو د شتون او بدامنۍ له امله جمرود ته کډه شوې وي وو او د کډوالو لپاره د جوړو کیمپونو په ځای د خپل خپلوانو سره دیره شوي وو.
دا کډوال په ۲۰۱۳م کال کې په تیرا کوکي خیلو کې د وسلوالو ډلو د شتون او بدامنۍ له امله جمرود ته کډه شوې وي وو او د کډوالو لپاره د جوړو کیمپونو په ځای د خپل خپلوانو سره دیره شوي وو.

د خیبر پښتونخوا د قبایلي ضلعې خیبر انتظامي چارواکي وایي چې د تیرا کوکي خیل کډوالو د ستنیدو لړۍ یی پیل کړې او په لومړۍ مرحله کې یې د دوي څه باندې څلویښتو کورونو ته اجازه ورکړه چې خپلو کورونو ته ستانه شي او یوازې د سکندر خیلو زرمنځې کلي کډې روانې کړل شوې دي.

دا کډوال په ۲۰۱۳م کال کې په تیرا کوکي خیلو کې د وسلوالو ډلو د شتون او بدامنۍ له امله جمرود ته کډه شوې وي وو او د کډوالو لپاره د جوړو کیمپونو په ځای د خپل خپلوانو سره دیره شوي وو.

دوي وایي تر یوې اوږدې مودې بې کورۍ ډير ځپلي او پکار ده چې د ستیندو په مهال هغه ټول سهولتونه ورکړل شي چې کوم د نورو سیمو کډوالو ته ورکړل شوي وو.

د کوکي خیل کډوالو اتحادیې یو مشر او فعال صدیق اپریدي مشال راډیو ته وویل چې له کله دا خلک را کډوال شوي نو حکومت ورته سمه پاملرنه نه ده کړې او اوس هم د سهولتونو ورکولو بغیر خپلو کورونو ته روان دي.

ده وویل، "په ۲۰۱۳م کال کې هلته ترهګرو په کورونو قبضه کړې وه، خلکو نه ډک کورونه پاتې شوي وو، اوس ویجاړ پراته دي، اوس چې دا کډوال ستنېږي نو یوه یوه خیمه ورکړل شوې نو په دې کې به ټوله کورنې څنګه ګزاره کوي؟"

صدیق اپرېدي زیاته کړه چې دې خلکو ته څوک د کډوالو حیثیت نه ورکوي او له دوی سره ډير زیاتې روان دې.

ملک فیض الله جان کوکي خیل مشال راډیو ته وویل، "د ستنېدو غوښتنه مو ډيره موده پس ومنل شوه خو اوس پکار ده چې حکومت هلته په تیرا کوکي خیلو کې د بیا بحالۍ کارونه پیل کړي."

ده زیاته کړه، "په کار ده چې خلکو ته د صحت، خواړه، پاکو اوبو بندوبست وشي، د ورانو شوو کورونو سروې پکې پیل شي، پکار ده چې یو موبایل هسپتال او موبایل مارکیټ جوړ کړل شي چې خلک ترې ضرورتونه پوره کړي."

د خیبر ضلعې د بیا بحالۍ څانګې چارواکي وایي چې د قدرتي افتونو د سنبالولو صوبایي ادارې له خوا دې کډوالو ته له خوراکي توکو پرته ځینې شیان لکه د کور لپار څه لوښي او یوې کورنې ته یوه خیمه ورکړل شوې ده.

د دوی په وینا، دې ستنېدونکو کورنیو ته نور د ټرانسپورټ خرڅ او راشن نه دي ورکړل شوي.

دوي وایي هلته به په تیرا کوکي خیلو کې د خیبر د نورو متاثره شوو برخو په شان د ورانو شوو کورونو د بیا رغولو سروې کیږي او خلکو ته به معاوضې ورکول کېږي چې خپل کورونه پرې ورغوي.

چارواکي وایي چې د تیرا کوکي خیلو نه خوا وشا شل زره کورنې بې کوره شوې وې. تیرا کوکي خیلو سیمه د افغانستان ننګر هار ولایت سره لګیدلې غریزه او له ځنګلونو ډکه سیمه ده.

د پاکستان امنیتي ځواکونه وایي چې هلته یې تر راجګال څوکې پورې دغه سیمه له وسلوالو پاکه کړې او امن پکې بحال شوی دی. د دوی په وینا، په مرحله واره توګه به یې د ولسي وګړو لپاره خلاصوي.

XS
SM
MD
LG