د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر، اورکزیو او جنوبي وزیرستان کې بریدونه: د امنیتي عسکرو په ګډون څلور تنه مړه یوشمېر ژوبل


د جنوبي وزیرستان انګور اډه
د جنوبي وزیرستان انګور اډه

په خیبر کې د اګست پر پنځمه په درو جلا، جلا حملو کې د پولیس او اېف سي سرتېرو په ګډون څلور کسان وژل شوي او یو ژوبل دی.

د خیبر د پولیسو ویاند ظهیر اپرېدي د اګسټ پر پنځمه مشال راډیو ته وویل چې پولیس سرتېری کلیم الله پرون ماښام تر دندې وروسته په ټېکسي کې کور ته روان وو چې پر موټرسایکل سپرو وسله والو په جمرود کې ورباندې ډزې وکړې چې پکې نوموړی او د ګاډي ډرېور ووژل شول.

د خیبر د پولیسو د مشر دفتر بېګا په یوه بیان کې وویل چې وسله وال پرون ماخوستن په لواړګي کې د سیاسي فعال بنارس خان شینواري حجرې ته ورننوتل او هغه یې وویشت.

بیان زیاتوي چې شینواری په برید کې ژوبل شو او روغتیايي حالت یې ښه دی. په همدې حال کې د خیبر اېف سي ځواک ویلي چې پرون په تیرا کې وسله والو په برید کې دوه سرتېري ووژل.

د خیبر ډي پي او له دفتره په جاري شوې خبرپاڼه کې ویلي شوي چې دوی په خیبر ضلع کې د دواړو پېښو پلټنې پیل کړې دي او د ملزمانو نیولو لپاره یې په مختلفو ځایونو کې د لټون عملیات پیل کړي.

په خیبر ضلع کې میشت د اېف سي ځواک چارواکو ویلي، د اګست پر څلورمه د تیرا او اورکزو په سرحدي سیمه زیارت ټاپ جوړ شوي چیک پوسټ باندې نامالومه وسلوالو برید وکړ چې په نتیجه کې یې د اېف سي ځواک دوه سرتېري قیصر خلیل او ګل زمین ووژل شول.

د پرونیو حملو ذمه واري چا نه ده منلې.

دا په داسې حال کې ده چې په جنوبي وزیرستان کې هم د سړک غاړې ښخ بم په چاودنه او وروسته په نښته کې د اېف سي ځواک د یوه کیپټن په ګډون پینځه سرتېري ژوبل شوي.

د سیمې د پولیسو مشر شوکت علي د اګست پر شپږمه مشال راډیو ته وویل، پېښه د اګست پر پنځمه سهار د لدې له پله سره نېږدې هغه مهال شوې چې سرتېرو د بم شنډولو هڅه کوله.

د ده په خبره، تر چاودنې وروسته وسله والو پر سرتېرو برید وکړ او نښته پیل شوه.

دی زیاتوي چې په ژوبلو کې د یوه سرتېري روغتیايي حالت خراب دی. د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني د حملې ذمه واري منلې.

په تیرا کې په ۲۰۱۶ز کال کې د وسله والو پر ضد پوځي عملیات پای ته ورسېدل او له هغې مودې راهیسې پکې امنیتي وضع ښه وه.

په خیبر ضلع کې دبد امنۍ دغه پېښې په داسې حال کې رامنځ شوي چې د جولای پر ۳۰مه د پېښور او خیبر ضلعې په سرحدی سیمه کارخانو مارکیټونو کې هم د پولیسو په یو ګاډي د لاسي بمي برید په نتیجه کې د پولیسو سرتېری وژل شوی وو او یو لاروۍ پکې ژوبل شوی وو.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG