د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نشه یي توکیو کاروبار، د خیبر ځينې پخواني خاصه دار یې په تور له دندو ګوښه


د خیبر پولیسو پخلی کړی چې هلته د نشه یی موادو په کاروبار او سمګلینګ کې پخواني خاصه دار (اوسنی پولیس) هم ککړ دي او د دوی پرضد یې کارروایي پیل کړې ده.

د خیبر ضلعې د پولیسو ویاند ظهیر اپرېدی وایي، چې ډي پي او وسیم ریاض له پلټنو پس یې ځینې پولیسوال له خپلو دندو لیرې کړي دي، د ځینې نورو پلټنې روانې دي.

د نوموړي په خبره د پولیسو په ګډون که هرڅوک د نشه یي توکیو په کاروبار کې لاس ولري، نو پرضد به سخته کارروایي کېږي.

خیبر ضلع کې ایس په نوم نشه، چرس، هېروین او اپیوم په لوی مقدار کې تیارېږي او بیا د ملک نورو برخو ته ترې سمګل کېږي.

ظهیر اپرېدي مشال راډيو ته دا هم وویل چې په تېرو څه نا څه شپږو میاشتو کې یې په لوی مقدار کې نشه يي توکي نیولي دي.

د ده په وینا چې په دې کې پینځه نیم سوه کیلو چرس، دوه سوه او شل کیلو هیروین، پینځه اتیا کیلو افیون، اویا کیلو یې د ایس نشې مواد، تېزاب او نور کیمیکل شامل دي. د نوموړي په وینا د نشه يي توکیو تیارولو ځینې کارخانې یې هم ویجاړې کړې دي.

یو ځایي فعال او د نشه يي توکیو ضد کمپپېن چلوونکی زاهد الله اپرېدی په خیبر کې د پولیسو اوسنۍ لاس ته راوړنې ستايي خو زیاتوي پکار ده چې د دوی پرضد دې غیر جانبداره او شفافه کارروایی وشي، د ده په وینا ځکه چې پولیس له سمګلرانو سره لاس لري.

دی زیاتوي داسې پولیسو هم پکې شته چې پر چیک پوسټ ولاړ وي او د چرسو ډک سګریټ یی په لاس کې نیولی وي.

پولیس وایي، د فاټا په خیبر پښتونخوا کې تر ورګډولو وروستو هلته د پولیسو او اینټي نارکوټکس فورس (نشه يي توکیو ضد اداره) قوانین غځېدلي دي اود دې په کاروبار کې د ککړو کسانو پرضد به اوس اېف ای ار درجېږي او په عدالتونو کې به پرې مقدمې چلول کېږي.

XS
SM
MD
LG