د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تورخم پر پوله ایسار مساپر او د هغوی ستونزې


پر پوله ولاړ مساپر وايي، د کورونا د محدودیتونو له وجې اوس نه شي کولای چې پاکستان ته لاړ شي او خپل کاروبار ته دوام ورکړي
پر پوله ولاړ مساپر وايي، د کورونا د محدودیتونو له وجې اوس نه شي کولای چې پاکستان ته لاړ شي او خپل کاروبار ته دوام ورکړي

د پاکستان کورنیو چارو وزات ویلي چې په تورخم دورازه به تر نامعلومې نېټې پورې سفري محدودیتونه دوام وکړي او تر یوې ځانګرې تګلارې لاندې به پرې د پاکستان او افغانستان وګړي یوازې خپلو هېوادونو ته ستنېدای شي.

د کورونا د کنټرول او څار ادارې "اېن سي او سي" د مې له پینځمې نېټې څخه په تورخم دروازه د افغان وګړو پاکستان ته په ورننوتو بندیز لګولی خو یوازې ایمرجنسي ناورغان او هغه زده کوونکي چې په پاکستاني تعلیمي ادارو کې داخل دي هغوی پرې پاکستان ته داخلېدای شي، خو بیا عامو وګړو ته دا اجازه نه شته.

ستار شینواری په جلال اباد کې کاروبار کوي، وایي، د کورونا د محدودیتونو له وجې اوس نه شي کولای چې پاکستان ته ولاړ شي او خپل کاروبار ته دوام ورکړي:

"موږ د چاکلیټ، بسکټ او انرجي ډرنک کاروبار کوو، په کراچۍ بندر به مو له بهره دا مالونه راوغوښتل او د تورخم په لار به مو کابل، هرات او مزار شریف ته ورسول او ډېر په اسانۍ به راته مال ترلاسه شو خو اوس چې د کورونا بندیزونه دي نو موږ پاکستان ته نه شو تلای او خپل مالونه د ایران په لار راوړو، له پاکستانه اوس ډېر کم مال راغواړو."

یو بل افغان وګړی سبحان الله مومند وايي: " پخوا به د پاسپورټ او ویزې پرته پاکستان ته تلو، اوس اسناد لازمي شو او د دې باوجود هم د کورونا د محدودیتونو له وجې نه شو تللی، موږ د پاکستان او افغانستان دواړو حکومتي چارواکو څخه غوښتنه کوو چې تورخم دروازه باندې دې نرمي پیدا کړل شي، ناروغانو ته مو ډېر مشکل دی، خپل خپلوان هم یو له بل سره نه شي لېدای."

په تورخم دروازه په افغانستان کې ایسار پاکستانيو وګړو د راتګ لړۍ دوام لري، د دوی لپاره د کورونا ټيسټ لازمي ګرځول شوی که په تورخم کې یې ټیسټ مثبت راشي نو بیا په لنډي کوتل روغتون کې د اتو ورځو لپاره قرنطین ته لېږي او که ټيسټ یې منفي وي نو خپلو کورونو ته تلای شي.

د خیبر د صحت محکمې چارواکي وایي، له تېرو دوو میاشتو راهیسې په تورخم دروازه داخل شویو څه باندې ۹۰ پاکستانيو وګړو کې د کورونا تصدیق شوی.

بلخوا بیا په تورخم دروازه په پاکستان کې ایسار افغان وګړي د کورونا ټیسټ ښودلو بغیر افغانستان ته اوړېدای شي.

د خیبر انتظامي چارواکي وایي چې په افغانستان کې د کورونا پېښې مخ په زیاتیدو دی له دې وجې یې ولسي وګړو ته په تورخم دروازه سمدستي اجازه نه شي ورکولای چې پاکستان ته پرې داخل شي او دغه بندیزونه یې د کورونا د خپرېدو د مخینوي لپاره لګولي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG