د لاسرسي ځای

تازه خبر

سر له ننه پر تورخم وره مساپرانو تګ راتګ کولای شي


تورخم
تورخم

د خیبر انتظامي چارواکي وايي، چې سر له ننه (د اګست له ۱۷مې نېټې) پر تورخم دروازه مساپران تر ځينو محدودیتونو لاندې تګ راتګ کولی شي.

دا لار د اګست پر ۱۵ نېټه هله وتړل شوه چې د افغانستان غاړې ته طالبانو د تورخم انتظامي چارې په خپل کنټرول کې واخیستې.

د پاکستاني چارواکو او افغان طالبانو ترمینځ تر خبرو وروسته د تورخم دروازه لومړی د تجارتي هلو ځلو لپاره او نن د مساپرو پرمخ پرانیستل شوه.

په پاکستان کې د کورونا مخنیوي او څار اداره ( این سي او سي) وایي، چې افغان وګړي پر تورخم دروازه تر نامالومې نېټې پاکستان ته نه شي ورتلی او پاکستاني وګړي پرې افغانستان ته نه شي ورتلی خو یوازې خپلو هېوادونو ته پرې ستنېدی شي او دا پالیسي به د کورونا د خپرېدو د مخینوی لپاره برقرار وي.

د خیبر انتظامي چارواکي وایي، په افغانستان کې د ایسار پاکستاني وګړو راستنېدو لپاره یې خپل تیاری مکمل کړی او دوی کولی شي چې پر تورخم خپل هېواد ته راستانه شي او افغان وګړي کولی شي چې پر تورخم دروازه افغانستان ته ورواوړي.

چارواکي وایی دواړو خواوو ته د کسټم او امیګریشن عملې هم خپل کارونه پیل کړي دي.

تورخم له افغانستان سره د تجارت لویه لار ده چې په دا وروستیو کې بیا بیا د بندېدو ښکار شوې چې له کبله یې نه یوازې د ځايي ولس اقتصادي ژوند ځپلی بلکې د افغانستان او پاکستان ترمینځ پراخې تجارتي چارې یې هم تر ډېره ورو کړې دي.

XS
SM
MD
LG