د لاسرسي ځای

تازه خبر

''په پوځي عملیاتو کې د باړې او تیرا ویجاړ کورونه او دوکانونه دې ورغول شي''


په تیرا او باړه کې شل زره کورونه او دوکانونه د وسله والو ډلو خپلمینځیو نښتو او پوځي عملیاتو کې ویجاړ شوي ول
په تیرا او باړه کې شل زره کورونه او دوکانونه د وسله والو ډلو خپلمینځیو نښتو او پوځي عملیاتو کې ویجاړ شوي ول

د خیبر باړې او تیرا میدان سوداګرو اوولسي وګړي له سرکاره غوښتنه کوي چې هلته په پاکستاني پوځي عملیاتو کې دې کنډواله شوي دوکانونه او کورونه ورغول شي، سروې دې یې وشي او د کاروبار شورو کولو لپاره دې بې له سوده قرضې ورکړل شي.

دا غوښتنه یې هم کړې چې د تیرا میدان خلکو ته دې د خپل کور ضروروت لپاره په محدوده کچه د ځنګلونو وهلو او د کښت کروندې لپاره دې د سرې وړلو اجازه ورکړل شي.

د سېپټېمبر پر ۲۹مه د باړې او تیرا د متاثرینو یوه مشر هاشم خان مشال رډيو ته وویل، په باړه کې د سرې یوه بوجۍ/ګونۍ په ۱۸۰۰ روپۍ ده او په تیرا کې د بندیز له وجې په ۵۰۰۰ روپۍ پلورل کېږي. د نوموړي په وینا هلته سره په غلا وروړل کېږي نو ځکه ګرانه ده.

د ملک دینخېل قومي تړون مشر واحد اپرېدی وايي، په تیرا او باړه کې د ولسونو د تېرو ۳۰۰ کلونو ابادي ویجاړه شوې ده، د ولس پخوانۍ بنیادي اډانه تباه شوې ده خو حکومت ورته د بیا-رغولو لپاره هېڅ پاملرنه نه کوي.

هاشم خان زیاتوي په تیرا کې چې د چا دوکان او کور خراب شوی دی، نو پکار ده معاوضه ورکړل شي، او پکار ده چې د شناحتي کارډ په بنیاد دې د هغوی د بیا رغولو سروې وکړل شي.

د ملک دینخېل قومي تړون مشر واحد اپرېدی وايي، په تیرا او باړه کې د ولسونو د تېرو ۳۰۰ کلونو ابادي ویجاړه شوې ده، د ولس پخوانۍ بنیادي اډانه تباه شوې ده خو حکومت ورته د بیا-رغولو لپاره هېڅ پاملرنه نه کوي.

د نوموړي په وینا د دوی په وړو وړو ښارګوټو کې د فرنیچر په کاروبار کې لس، شل کسان پر روزګار ول، هغه هم بند شو، چې په وزیرستان کې څنګه دوکانونه چور شوي دي، داسې په تیرا میدان کې هم شوي دي، هغوی ته سمیډا معاوضې ورکوي نو پکار ده د خیبر ضلعې متاثره شوو سوداګرو ته هم دا معاوضې ورکړل شي.

د خیبر ولس د دې ستونزو په باب له باړې د قومي اسمبلۍ غړی اقبال اپرېدی وايي، د سوداګرو د معاوضې لپاره یې له سمیډا سره خبرې روانې دي، د سوځولو په لرګي بندیز نشته خو چې هلته په لویه کچه څوک ځنګلونه وهي، حکومت ورته اجازه نه شي ورکولای.

اېم اېن اې اقبال اپرېدی زیاتوي: ''د سرې په هکله مې له پوځي چارواکو سره خبرې شوې وې، هیله ده چې اجازه راکړي خو دا سره به په تیرا میدان کې یوازې رجسټر دوکاندارانو ته وي، بله دا چې کوم کورونه ویجاړ شوي دي، د هغوی د بیا-رغولو سروې به زر شورو شي او ټولو خلکو ته به معاوضې ورکړل شي.''

د خیبر د بیا-رغولو څانګه وایي، په باړه او تیرا کې په تېره بد امنۍ کې څه باندې شل زره کورونه ویجاړ شوي ول چې په هغه کې تر لسو زرو پورې د کورونو مالکانو ته د معاوضې چیکونه ورکړل شوي دي.

په باړه او تیرا کې په ۲۰۱۶ کې د وسلوالو ډلو پرضد پوځي عملیات سرته رسېدلي دي او اوس پکې امن پر ځای شوی دی او کډوال ورستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG