د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان – پاکستان ترمینځ دوه اړخیزه سوداګري 'زیاته' شوې ده


تورخم د افغانستان او پاکستان ترمینځ یوه لویه تجارتي لار ګڼل کېږي.
تورخم د افغانستان او پاکستان ترمینځ یوه لویه تجارتي لار ګڼل کېږي.

پاکستاني چارواکي وايي، په تېرو څو ورځو کې د پاکستان او افغانستان ترمینځ سوداګري زیاته شوې ده. د اګست پر ۱۵مه نېټه چې کله طالبانو کابل ونیو نو یوازې په هغه ورځ د تورخم او چمن-بولدک د لارو په ګډون ځینې نورې هغه تړلې وې خو وروسته بیرته پرانستل شوې.

د پاکستان کسټم چارواکو ډېټا ښیي چې د روانې اګست میاشتې پر ۱۵مه نېټه پر چمن، تورخم، غلام خان او خرلڅیو لارو باندې د پاکستان او افغانستان ترمینځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټزانزیټ ټرېډ لپاره یوازې ۴۷۵ ګاډي تللي راغلي دي او دا په تېره څه موده کې د تر ټولو ټیټه کچه ریکارډ شوې.

د کسټم چارواکي وایي، چې د اګست پر ۱۷مه نېټه له پاکستان څخه افغانستان ته په مالونو بار ۱۱۲۳ ګاډي اوښتي دي او ښایي د محرم تر رخصتیو وروسته دا شمېره نوره هم سېوا شي.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې مشر زاهدالله شینواری وایي، په دې وروستیو کې دواړو خواوو ته د مختلفو وجوهاتو له امله په سلګونه ګاډي ایسار ول، نو چې کله ورته د تلو اجازه ورکړل شوه، له هغې سره په عارضي توګه په تجارتي حجم کې زیاتوالی راغلی.

زاهدالله شینواری زیاتوي چې تر څو د طالبانو ممکنه حکومت په نړیواله کچه په رسمي توګه نه وي پېژندل شوی او پاکستان نه وي تسلیم کړی نو دی باور نه کوي چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ به تجارتي حجم په مستقله توګه زیات شي. دی وايي، فکر نه کوي چې په افغانستان کې به زغرده پانګونه او تعمیراتي کارونه پیل شي. "چې تر څو تعمیراتي کارونه نه وي پیل شوي نو زموږ سیمنټ او سټیل به څوک وړي، اوس خو پانګوال له افغانستانه په وتو دي او ځینې کاروباري خلک وار له مخه وتلي دي، څه لږ ډېر کار به روان وي خو زه نه ګڼم چې یو دم به کارونه پیل شي."

د ټرانسپورټرانو اتحادیې مشران وایي، چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ د تجارتي حجم راکمېدو یوه بله لویه وجه دا هم وه چې سرحدي ځواکونو به دواړو خواوو ته له ډرېوانو څخه غیرقانوني پیسې اخیستې او د نه ورکولو په صورت کې به یې ګاډي مخکې نه پرېښودل او له دې نه به بیروبار او ټرېفیکي ستونځې رامخې ته شوې خو اوس له یو څو ورځو راهیسې پیسې نه اخیستل کېږي. وړاندې د دواړو غاړو ځواکونو د غیرقانوني روپو اخیستو تورنه رد کړي دي.

یو سوداګر ګلاب خان وايي، دوه اړخیزه سوداګري به هغه وخت زیاتېږي چې د سوداګرو پروړاندې خنډونه نه وي.

د اګست پر ۱۷مه نېټه د پاکستان او افغانستان ترمینځ تجارتي هلې ځلې بیا پيل شوي او مساپرو ته هم یوازې خپلو هېوادونو ته دستنېدو اجازه ورکړل شوې ده.

د تورخم انتظامي چارواکي وایي چې په پاکستان کې د کورونا مخنیوي او څار ادارې (اېن سي او سي) د مې میاشتې تر پینځمې نېټې وړاندې پر تورخم دروازه سفري محدودیتونه لګولي ول او وایي دا یې د کورونا د خپرېدو د مخنيوي لپاره لګولي او تر نامالومې نېټې به دوام وکړي. دا مهال د افغانستان وګړي پاکستان ته او پاکستاني وګړي افغانستان ته نه پرېښودل کېږي.

XS
SM
MD
LG