د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لواړګي اوسېدونکي وايي، د بجلۍ کمي ډېر مشکلات ورپېښ کړي دي‌


د خیبر انتظامیه وايي د اوبو او برېښنا د ادارې د چارواکو او ولس ترمنځ غونډه جوړوي - انځور له ارشیفه
د خیبر انتظامیه وايي د اوبو او برېښنا د ادارې د چارواکو او ولس ترمنځ غونډه جوړوي - انځور له ارشیفه

د خیبر قبایلي ضلعې د لواړګي یا لنډيکوتل تحصیل اوسېدونکي وایي چې هلته له اوږدې مودې راهیسې د بجلۍ لوډشیډنګ دوام لري.

د دوی په وینا، د بجلۍ د نشتوالي له امله یې ټیوب وېلونه بند شوي، د اوبو قلت ترې پیدا شوی دی او د کمزورۍ بجلۍ له کبله یې په کورونو کې برقي الات خرابېږي.

دوی وايي، ځوانان اکثر وخت د بجلۍ د لوډشیډنګ پر ضد احتجاجاً د خیبر درې لار وتړي او بیا پر دې لار د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تګ راتګ کوونکو او مال وړونکو ګاډو چلوونکي له ډېر مشکل سره مخامخ شي.

د لواړګي یو اوسېدونکی محمد شېر اپرېدي مشال راډيو ته وویل چې د خیبر درې لارې له بندېدو څخه د مشکل جوړېدو احساس ورسره شته.

خو د ده په وینا، په کار ده چې حکومت د دې سیمې د ماشومانو او مېرمنو مشکلات هم احساس کړي او بجلي بحال کړي. "موږ ایمبولینس او سختو ناروغانو ته لار ورکوو خو له مجبورۍ دا لار تړو ، پکي او بلبونه به په شمسي [توانایۍ] چلوو خو اوبه له بجلۍ بغیر نه راوځي، ټیوب وېلونه کار نه کوي، په کار ده یوازې د اوبو را ایستلو لپاره خو بجلي راکړي."

یو بل ځايي کس عدنان اپرېدي مشال راډیو ته وویل چې کله بجلي وي هم نو هغه دومره کمزورې وي چې له کبله یې فرېجونه (یخچالونه) او داسې نور برقي الات سوځي او خلکو ته زیان رسوي.

د بخت علي شاه په نامه کس وویل، "ګرمي زیاته شوې، ماشومان او مېرمنې مو له لیرې لیرې ځایونو پر خپلو سرونو اوبه راوړي، له ډېر مشکل سره مخامخ یو، د څښاک اوبه راکره نشته."

قبایلي ضلعو ته د بجلۍ ورکولو کمپنۍ ټېسکو مشر محمد اکرم مرزا له دفتره په خبر پاڼه کې ویل شوي چې دوی د خیبر ضلعې له پارلېماني استازو سره لیدلي دي او ورته یې باور ورکړی چې د لواړګي خلکو ته به هره ورځ له اتو څخه تر ۱۰ ساعتونو بجلي بحال کړي.

د خیبر انتظامي چارواکي وایي چې د ځایي ولس او د اوبو او برېښنا د ادارې یا واپډا محکمې چارواکو ترمنځ یې د یوې ناستې تابیا کړې او ډېر ژر به ستونزه هواره کړي خو دوی د غونډې نېټه و نه ښوده.

XS
SM
MD
LG