د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د وزیرستان باسواده ځوانانو ته روزګار نه ورکول کېږي'


د شمالي وزیرستان باسواده ځوانانو د سیفران وزارت هغه لارښودنې او هدایات تشه لفاظي وبلله چې د وزیرستان بیارغونې په نوم دې په غیر سرکاري ادارو کې ځايي ځوانانو ته موقعې ورکړل شي.دوی وايي وزیرستان کې بې روزګاري زیاته ده خو کارونه یې غیر-مقامي خلکو نیولي دي.

دوی زیاتوي یوشمېر غیر-سرکاري اداري په وزیرستان کي د بیارغونې په نوم کار کړی خو بیا هم د وزیرستان اعلا تعلیم یافته ځوانان او نجونې بې روزګاره دي.

اکرام داوړ چې سیویل انجنییېر دی، وايي، هره این جي او چې راغلې، ورته يې درخواست جمع کړی خو هر ځل ترې محرومېږي او داسې ډېر ځوانان خپلې ډګرۍ په لاس کې ګرځوي.

د پاکستان انجنییېرینګ کونسل سره رجسټرډ یم او دوه کاله عملي تجربه لرم، خو د سیفران وزارت ښکاره امر باوجود ورته په غیر سرکاري ادارو کې موقع نه ورکول کېږي. ځینو این جي او ګانو کار کړی دی خو مقامي خلک د ګوتو په شمېر اخلي.

نوموړي د وزیرستان له چارواکیو غوښتنه وکړه چې د دوی د روزګار غم دې وخوري.

غیر-سرکاري ادارو ته د همدې لپاره د کار اجازه ورکول شوې چې د وزیرستان تعلیم یافته ځوانان پر روزګار شي، نو که دغه شان ستونزه وي دوی به خپل اعلا چارواکي پرې خبروي.

احمد داوړ وايي چې درې ماسټر ډګرۍ لري خو په معمولي این جي او کې ورله موقع نه ورکول کېږي. نونوړی وايي، د دومره زیاتو زده کړو باوجود نه یوازې دی بلکې د ده غوندې ګڼ نور باسواده پیغلې او ځوانان له پامه غورزول شوي. څوک یې تپوس نه کوي. حکومت یوازې هدایات جاري کوي، عمل نشته.

مشال راډيو چې کله په دې اړه د فاټا سکرټریت له ویاند عبد اسلام وزیره وپوښتل نو هغوی ویل د ځوانانو دغه ستونزه به اعلا چارواکیو ته ورسوي.دی زیاتوي چې فاټا سېکریټرېټ، سیفران وزارت او ګورنر ټول غواړي چې وزیرستانیو ځوانانو ته کار، روزګار برابرکړي. هلته غیر-سرکاري ادارو ته د همدې لپاره د کار اجازه ورکول شوې چې د وزیرستان تعلیم یافته ځوانان پر روزګار شي، نو که دغه شان ستونزه وي دوی به خپل اعلا چارواکي پرې خبروي.

د شمالي وزیرستان انتظاميي چارواکیو په وینا تر پوځي عملیاتو پس چې تر ۹۰ فیصده زیات خلک ستانه شوي نو دغلته د بیا بحالي په نوم اوس مهال تر ۱۶ پورې غیر سرکاري ادارې (این جي اوز) کار کړی، خو ځايي ولس نه یوازې د دغه ادارو د ترقي په کارونو نیوکي کړې، بلکې په دې کې د دوی تعلیم یافته یا نوی کهول په محرومه ساتل کېدو باندې هم د واکمنانو پاملرنه غوښتې.

XS
SM
MD
LG