د لاسرسي ځای

له خوسته د شمالي وزیرستان د کډوالو ستنېده بیا پیل شوي


د کډوالو د کاروان پخوانی عکس

د شمالي وزیرستان د پولیټکل انتظامې چارواکي وايي ، د افغانستان له خوست ولایته د شمالي وزیرستان د کډوالو لړۍ بیا پیل شوې ده.

د شمالي وزیرستان مرستیال پولیټیکل ایجنټ محمد انور خان شیراني مشال راډیو ته وویل چې د کډوالو ستنېده د دوشنبې په ورځ پیل شوي.

محمد انور خان شیراني وویل چې په لومړۍ ورځ ۷۹ کورنۍ د بکاخیل کډوالو کیمپ ته ستنې شوې دي.

نوموړي وویل چې په لومړي او دویم پړاو کې یې د شمالي وزیرستان ۳۲۰۰ کورنۍ خپلو سیمو ته ستنې کړې وې او اوس ۲۰۰۰ کورنۍ پاتې دي.

محمد انور خان شیراني زیاته کړه چې د دوي هدف دا دی چې په روان پړاو کې هره ورځ له ۱۲۰ تر ۱۵۰ کورنۍ خپلو سیمو ته ستنې کړي.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴م کال د جون په منځ کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پرضد د ضرب عضب په نامه عملیات پیل کړي وو چې په ځینو سیمو کې لا هم روان دي.

د دې عملیاتو له کبله تر یو میلیون زیات خلک بې کوره کړل شوي وو چې زیاتره یې د خیبر پښتونخوا بنو او د افغانستان خوست ته تللي وو.

د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکي وايي چې په شمالي وزیرستان کې یې وسله والو ته ماتې ورکړې او زیاتره سیمه یې له هغوي پاکه کړې ده.

خو وخت پر وخت هلته داسې چاودنې ، بریدونه او هدفي وژنې رامنځ ته کېږي چې زمه واري یې بیا یوه نه یوه وسله واله ډله پرغاړه واخلي.

XS
SM
MD
LG