د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان مېشته وزیرستاني کډوال کورونو ته ستنېدل غواړي


په غلام خان کې وزیرستاني کډوال د ستنېدو په انتظار دي
په غلام خان کې وزیرستاني کډوال د ستنېدو په انتظار دي

بنو - د افغانستان په مختلفو سیمو کې د شمالي وزیرستان کډوال ګیله من دي چې پاکستانی حکومت یې په ستنولو کې ځنډ کوي.

دوی د ګل یا دوشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل، انتظامیې ورته د سېپټېمبر ۲۸مه نېټه ټاکلې وه چې خپلو کورونو ته به یې ستانه کړي نو دوی په غلام خان کې فارمونه هم جمع کړل، خپله نوملیکنه یې هم وکړه، البته هېڅ ځواب نه دی ورکړل شوی.

په افغانستان کې د شمالي وزیرستان یو کډوال موساخان وايي، دوی ((د خوست په ګلان کیمپ، پسه مېنه، پکتیا، پکتیکا او نورو سیمو کې د مېشتو کډوالو)) فارمونه جمع کړي خو انتظامیه ورته هره ورځ د ستنېدو نوې وعدې ورکوي.

خان زیاتوي چې په کډوالۍ کې له زښتو ستونزو سره مخامخ دي.

عبدالوهاب مچه بل کډوال دی چې ورته خبره کوي او وايي،هغه سبا چې ژمنه یې شوې نه راځي.

په غلام خان کې د شمالي وزیرستان یوه انتظامي چارواکي غني خان مشال راډیو ته وویل، دوی د بنو په بکه خېلو کیمپ د کډوالو لپاره انتظام کړی او ژر به له افغانستانه دوه زره کورنۍ ستنې کړي.

د ۲۰۱۴ز کال په جون کې چې پاکستاني پوځ په شمالي وزیرستان کې عملیات پیل کړل نو لاکونه خلک بېکوره شول چې پکې ځېنې یې د ډېورنډ له کرښې هغې خوا ته خوست او پکتیکا ته ورغلل.

XS
SM
MD
LG