د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنو: د شمالي وزیرستان د کډوالو مظاهره


په بنو کې خلک مرستو ته په قطار کې ولاړ دي.
په بنو کې خلک مرستو ته په قطار کې ولاړ دي.

بنو ـ د شمالي وزیرستان کډوالو په بنو کې د حکومت لخوا د واپسي عمل د ځنډ او په حکومتي مرستو کې د مشکلاتو خلاف مظاهره کړې ده. دوی وايي حکومت یې نه خپلو سیمو ته ستنوي او نه ورسره د ژمنو مطابق مرستې کوي.

جنګونو د نورو قبایلي سیمو ترڅنګ د شمالي وزیرستان سلګونه زره قبایلیان هم کډوال کړل. دوی په بنو، پېښور، خوست او نورو سیمو کې د کډوالۍ ژوند تېروي.

د مظاهره کونکیو یو مشر ملک غلام خان وايي حکومت یو طرف ته د بېرته ستېدنې پروسه کې خنډونه مخې ته راوړي او بل لوري ته پر کډوالو یې راشن هم بند کړی دی. دوی وايي پخوا به هره میاشت دولس زره روپۍ د مرستې په توګه ورکول کېدې.

یو بل مشر سید ایوب خان بیا وايي حکومت دوی سره د مرستو ژمنه کړې وه، خو د قبایلي سیمو د ناورینونو د کنټرولولو اداره دوی ته مرستې پر وخت نه ورکوي. دی وايي د مرستو ځنډېدل د دوی ژوند اغېزمنوي.

خو چارواکي وايي د سرحداتو او ریاستي چارو له وزارته یې د مالي مرستو غوښتنه کړې چې پیسې ورته میلاو شي نو د کډوالو مرستې به بحال شي. په قبایلي سیمو کې د ناورینونو سره د مبارزې ادارې یو چارواکي عطاالرحمان مشال راډیو ته وویل چې کله هم د سرحدونو او ریاستي چارو وزارت دوی ته پیسې ورکړې نو په هماغه ساعت به دوی د کډوالو سره مرستې وکړي.

XS
SM
MD
LG