د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شوال او بکاخيل وګړو ته اجازه ورکړل شوه چې د خپلو ځنګلونو له چلغوزو ګټه پورته کړي


د شمالي وزیرستان او نیمو قبايلي سيمو بکاخېل او جاني خېل اوسيدونکي وايي ، سږ کال پوځ او پولیټکل انتظاميې اجازه ورکړې ده چې په شوال او دته خېل سيمو کې خپلو ځنګلونو ته ورشي او چلغوزي راټولې کړي.

د شمالي وزیرستان او نیمو قبايلي سيمو بکاخېل او جاني خېل اوسيدونکي وايي ، سږ کال پوځ او پولیټکل انتظاميې اجازه ورکړې ده چې په شوال او دته خېل سيمو کې چلغوزي راټولې کړي ځکه پخوا ورته د دې کار اجازه نه وه.

دوی وايي ، د مشال راډیو منندوی دي چې د دوی ستونزه یې راپورته کړې وه او حکومتي او پوځي چارواکو اوس دوی ته اجازه ورکړې ده چې له خپلو حاصلاتو ګټه پورته کړي.

د بکاخېل او جاني خېل اوسيدونکي په ۲۰۱۴ م کال کې هلته د ضرب عضب پوځي عملياتو تر پیل وروسته هغوی ته اجازه نه ور کول کېده چې خپلو غرونو ته ولاړ شي او له ځنګلونو چلغوزي را ټول کړي.

د بکاخيل سيمې يو قبايلي مشر ملک عباس علي مشال راډيو ته وويل ، “موږ ډېر خوشاله يو چې موږ خپلو ځنګلونو ته لاړ شو او خپل فصل را وشکوو، په شوال کې چې کوم چلغوزي دي نو هغه د کروړونو او اربونو روپیو دي ، په دې کې چې د مشال راډيو کوم کردار وو او چارواکو ته یې زموږ غږ ورساوی نو پر دې موږ د مشال راډيو مننه کوو.

د زمان په نامه يو بل تن وویل ،“ د ۲۰۱۴ م کال راهيسې زموږ د چلغوزو فصل ضايه شو ځکه چې موږ ته د چارواکو لخوا خپلو سيمو ته د تللو اجازه نه وه . موږ د مشال راډيو په وسيله پوځي او پولیټیکل چارواکو ته خپل غږ ورسولو او موږ اوس خپلوسيمو ته تللای شو چې دارنګ خپل د چلغوزو فصل سمبال کړو”.

یو بل ځايي اوسېدونکي وویل چې ، “اخر کار زموږ محنت نتيجه ورکړه او موږ ډير خوشاله يو چې لاړ شو او خپل د چلغوزو فصل سمبال کړو. موږ تمه لرو چې د پوځ لخوا په ټاکلي وخت به شوال ته لاړ شو او خپل چلغوزي به راوشکوو نو که موږ داسې وکړل نو دابه زموږ په زخمونو مرحم پټۍ وي. په دې فصل کې د ډېرو غريبانو رزق دی”

چارواکي وايي د شمالي وزيرستان په شوال او دته خېل کې د چلغوزو پراخو ځنګلانو د سمبالولو لپاره يې د دغې سيمې خلکو ته اجازه ورکړې چې د قانوني شرايطو پوره کولو ورسته لاړ شي.

XS
SM
MD
LG