د افغانستان په خوست، پکتیا او نورو سیمو کې میشت د شمالي وزیرستان کډوال وايي چې خپلو کلیو ته د ستنېدو لړۍ یې بیا درول شوې ده. د کډوالو لوی شمېر د خوست په ګلان پنډغالي کې اوسي. دوی له پاکستان سرکاره غوښتنه کړې چې د بې کورۍ له ژونده په تنګ شوي او نور دې یې خپلو کلیو بانډو ته د ستنولو لړۍ ژر تره ژر پیل کړي.
دوی وايي کوم ګاډي او څاروي چې یې له ځانه سره بیولي، دولت دې د هغوی اجازه هم ورکړي.
موسا خان د خوست له ګلان کېمپه په ټېليفون د مشال راډيو خبریال عمر دراز وزیر ته وویل هېڅوک یې پوښتنه نه کوي. د اتمانزیو مشران په بنو کې ناست دي خو د دوی حال نه اخلي. دلته تل چندې ټولېږي او هره ورځ بارډر ته ځي راځي چې له چارواکیو د خپلې واپسۍ پوښتنه وکړي. دوه نیم زره کورنۍ یوازې د خوست په ګلان کېمپ کې پاته دي او په نورو سیمو کې د پاتې کډوالو لا خو کرسره نوملیکنه نه ده شوې.
یو بل کډوال عبدلواهاب وايي چې دولت دې د دوی ستنېدو عمل زغرده پیل کړي.
د شمالي وزیرستان مرستیال پولیټیکل ایجنټ تېمور خان اپرېدی وايي چې د خوست له ګلان کېمپه تر اوسه تر څلورو زرو زیاتې کورنۍ وزیرستان ته ستنې شوي دي. دی وايي نېږدې دوه نیم زره کورنۍ لا هم هلته پاته دي چې د ستنېدو پلان يې جوړېږي. نوموړي وايي هغه کډوال چې د خوست له ګلان کېمپه پرته په نورو سیمو کې میشته دي او لا يې نوملیکنه نه ده شوې، هغوی دې د خپلو مشرانو په واسطه نوملیکنه وکړي چې ورتهد واپسي پلان جوړ شي او د دوی چې کوم خپل ګاډي او یا څاروي دي، د هغو لپاره اجازه د یوه مخصوص طریقه کار مطابق ورکړل شوې.
اپرېدی وايي چې د کډوالو مشران دي د نوملیکنې لپاره په غلام خان زیرو پواینټ باندې د انتظاميې لهتحصیلدار او محرر سره تماس وساتي چې هلته موجود وي. دی وايي به د ۲۰۱۷ کال تر پایه به ټول کډوال خپلو سیمو ته ستانه کړل شي.
د یادولود چې خوست په ګلان کېمپ کې د شمالي وزیرستان شپږ زره کورنیو نوملیکنه شوې وه چې پکې د چارواکیو په وینا تر څلور نیم زرو پوري کورنۍ واپس راغلي دي. خو وايي د افغانستان په نورو سیمو کې میشته کډوالو لا رسمي شمېر نه دی معلوم.
د کډوالو په وینا د افغانستان په مختلفو سیمو کې د خوست ګلان له کیمپه پرته تر لس زرو پورې وګړي موجود دي چې ډېری پکې د تحصیل دته خېل د مداخېل قبیلي دي چې لا نه دي ستانه شوي.