عمر وزیر د مشال راډیو خبریال دی چې د شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت پر امنیت، اقتصاد، سیاسي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د شمالي وزیرستان د رزمک ځېنو سیمو اوسېدونکي وايي، د څښلو اوبه نه لري او کوهیان وچ شوي دي. دوی وايي، که ورته حکومت نللیکه جوړه کړي نو د دوی د اوبو کمښت به پوره شي. دوی مشال راډیو ته وویل، ښځې یې لرې، لرې چینو ته ورځي او په مشکل اوبه راوړي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د شمالي وزیرستان د شوې تحصیل اوسېدونکي وايي، په سیمه کې د ثانوي زده کړو یو سرکاري سکول دی چې په ۲۰۱۴ز کال کې د پوځي عملیاتو له پیل راهیسې تړلی دی. دوی له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، اوس چې عملیات هم پای ته رسېدلي، دا ښوونځی نه دی پرانیستل شوی چې له کبله یې د سیمې ماشومان له زده کړو بې برخې دي.
د بنو اوسېدونکي وايي، برېښنايي پارچاو یا لوډشیډېنګ تر ۲۰ ساعتونو رسېدلی دی چې نه یوازې یې د خلکو ورځنی ژوند اغېزمن کړی بلکې یو شمېر کاروبارونه یې هم ځپلي دي. کاروباریان وايي، چې بجلي نه وي، نو دوی هېڅ کار نشي کولای. دا ویډیو وګورئ.
د پښتانه مترقي لیکوالو ټولنې په شمالي وزیرستان کې یوه کلتوري مېله او مشاعره کړې ده. د قبایلي سیمو چارو دفتر (فاټا سېکرېټرېټ) په مرسته د میرامشا په یوه ښوونځي کې جوړې دې مېلې ته پر چارواکو برسېره، د سیمې مشران، زده کوونکي او فعالان ورغلي ول. د غونډې په اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.
په بنو کې د نومیالي شاعر عبدالرحیم مجذوب په ویاړ غونډه شوې چې ورته ګڼ لیکوالان، پوهان او خلک ورغلي ول. په غونډه کې د مجذوب پر شاعرۍ خبرې وشوې، ازاده مشاعره وشوه او پکې د ټنګ ټکور پروګرام هم وو چې د خالي یا شنبې تر سهاره روان وو. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د شمالي وزیرستان یو شمېر قبایلي مشران وايي ، د کرم تنګي ډیم چې د کومو خلکو پر مځکه جوړېږي ، حکومت له هغوی سره هیڅ سلا مشوره نده کړې.
د لکي مروت د کلیوالو سیمو مشرانو په بنو کې خبري غونډې ته په وینا کې له حکومته د اسانتیاو غوښتنه کړې. دوی د یکشنبې یا اتوار پر ورځ ګواښ وکړ چې که غوښتنې یې پوره نشي، احتجاجونه کوي. دوی وویل، د دوی کلي وروسته پاتې دي. دې مشرانو وویل، له ډېرې مودې راهیسې د ژوند له بنیادي اسانتیاو بې برخې دي. رپورټ.
د شمالي وزیرستان تر عملیاتو وروسته اوسمهال د میرامشا او میرلي بازارونه بیاودانول کېږي. د سیمې اوسېدونکي وايي، انتظامیه په لومړي پړاو کې د ۲۳۰۰ دوکانونو بیاودانوي خو دا نه ده معلومه چې دا دوکانونه به چا ته ورکول کېږي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
د پاکستاني پوځ میجر جنرل حسن اظهر حیات وويل چي په وزیرستان کي يې د امن او پرمختګ لپاره پوځ پوخ بندوبست کړی او دوي د تلو واله نه دي.
د شمالي وزیرستان سوداګرانو له چارواکو غوښتنه کړې چې ورته دې د غلام خان لار پرانیزي چې دوی په خوست او د افغانستان په نورو ښارونو کې خپلې کاروباري هلې ځلې روانې کړي. د پاکستان پوځ پخواني مشر جنرال راحیل شریف د ۲۰۱۶ز په نومبر کې له بنو څخه تر غلام خانه د نوې لویې لار پرانیسته کړې وه. تفصیل په رپورټ کې
شمالي وزیرستان ته ستانه شوي خلک وايي، تر درو کلونو یې ځمکې شاړې پرتې وې خو اوس یې بیا فصلونه کرلي دي. دوی وايي، په دې لړ کې ورسره حکومت مرسته کړې خو لا زیاتې مرستې باید ورسره وشي. د وزیرستان اوسېدونکي وايي، ورته ښکاري چې کروندګري به یې بیا د کورنۍ اقتصاد ښه کړي. تفصیل په دې رپورټ کې.
په بنو کې د سړو له زیاتېدو او بارانونو سره خلک بازار ته ځي او ګرم خواړه کوي چې پکې پلو، حلواګانې او غوښې شاملې دي. د بنو وریژې او ځېنې قسمونه حلواګانې هسې هم مشهورې دي. د رستورانونو چلوونکي وايي، ګڼ خلک ورځي او ګرم خواړه خوري. تفصیل په دې ویډیو کې.
د دوشنبې په ورځ د خوست د ګربزو ولسوالۍ د ګلان کيمپ څخه د وزیرستانیو کډوالو د بیرته ستنیدنې بهیر پیل شو. یو قومي مشر سلیم داوړ مشال راډیو ته وویل، چې د کډوالو په اوله جوپه کې د پی خېل او محمدخېل د کلیو دوه سوه کورنۍ شاملې دي.
بنو: د شمالي وزيرستان د ډنډې درپه خېل خلک پر ځايي انتظاميې او امنيتي ادارو تور پورې کوي چې د دوی کورونه ورانوي.
د شمالي وزیرستان لسګونو خلکو د اتوار په ورځ په بنو کې د یوې مظاهرې په ترڅ کې له حکومته غوښتنه وکړه چې د کډوالو له ستنولو وړاندې دې، په میران شا کې د هغوی د هستوګنې بندوبست وکړل شي او د مرستو غم دې ورته وخوړل شي. د مظاهرو پر مهال ماشومانو هم لیکلي شعارونه لېږدول. عمر دراز وزیر پرې ویډیويي راپور جوړ ک
د شمالي وزیرستان دته خېلو مشرانو د اتوار په ورځ په بنو کې د پریس کلب مخې ته د پرلت غځولو په ترڅ کې د پوليتیکل ایجنټ نه غوښتنه وکړه چې د دوی د واپسۍ غم دې زر تر زره وخوري. دوی ویل چې د میرانشا بازار کې د مارکیټونو جوړولو پر مهال دې د دوی د جایدادونو برخې معلومې کړل شي. عمر دراز وزیر پرې ویډیويي راپور
په بنو کې د نومیالي لیکوال غازي سیال نوي داستان یا ناول ((کشماله)) مخکتنه شوې. غونډې ته یو شمېر شاعران او لیکوالان ورغلي ول. پوهاند ډاکتر نصر الله جان وزیر وايي، سیال د محدودو وسایلو په مټ، د پښتو ادب ته لویه پانګه ورکړې ده. سیال وايي، له دې ناول سره یې د خپرو شویو اثارو شمېر ۱۵ ته ورسېد. رپورټ.
په بنو کې میشت له شمالي وزیرستانه بې کوره کړل شوي خلک وايي چې د شناختي کارډ او ډومیسایل په جوړولو کې له نه بیانېدونکیو ستونزو سره مخامخ دي.
د ايف ډي ايم اې چارواکي وايي، د سرحداتو وزارت له لورې ورته پيسې نه دې ورکړل شوي نو ځکه دا ستونزه را پیدا شوې ده.
د شمالي وزیرستان د میرانشاه بازار د دوکانونو او مارکیټونو مالکان وايي چي د نوموړي بازار تر بیا جوړولو وړاندې دې حکومت دوی ته خپلې برخې معلومې کړي. دوی په دې خبره وېرېږي چې هسې نه له خپلو شتمنیو محروم کړل شي.
نور وښیئ