د لاسرسي ځای

تازه خبر

'وزیرستان کې سرکاري ښوونځي په ټپه ولاړ دي ځکه مو خپل پرانیستل'


شمالي وزیرستان کې د ځوانانو او پخوانیو افسرانو تنظیم [نووا] د لیرې پرتو سیمو ماشومانو ته د وړیا زدکړو ورکولو لپاره د ښوونځيو په پرانستلو لاس-پورې کړی دی چې اوس یې دشېرانیو له مداخېلو وروستو د اسدخېلږ په غرنۍ سیمه کې یو ښوونځي پرانستی دی.

په دغه ښوونځيو کې به د سیمې ماشومانو ته وړیا زده کړې ورکول کېږي چې په لومړۍ مرحله کې تر پينځو سوو(۵۰۰) پورې ماشومانو داخله ورکول کېږي.

اسد خېل د شمالي وزیرستان رزمک یوه لیرې او وروسته پاتي سیمه ده، چې د ځایي خلکو په وینا دغلته د خوړ پورې غاړې ښوونځي ته ماشومان زده کړو ته نه شي تلی او دغلته د ګوتو په شمېر ماشومان ښوونځیو ته درومي.

د سیمې یو مشر ملک ګل جابات خان وايي چې د دوی خلک د ټرانسپورټ له کاروبار سره تړلي دي او ماشوم چې رالویېږي نو د ټرک ډرایور یا کلنډر (کنډکټر) ترې جوړ شي. دی خوشاله دی چې د دغه نوي ښوونځي په راتلو سره به یې راتلونکې کول په زدکړو بوخت شي.

( زموږ ماشومان له زدکړو لیرې دي، په موږ داسې وخت تېر شوی چې په دې سړک به یو بس راتلو، او موږته چا و نه ویل چې زده کړې وکړئ. تعلیم د انسان لپاره سترګې دي، زه د سیمې مشر یم خو بې تعلیمه یم، نن پر دې خوشاله یم چې زموږ ماشومان زده کړې کوي.)

د نووا تنظیم د کاري ډلې مشر [بورډ آف ډایرېکټر] او پخوانی پولیټیکل ایجنټ رسول خان وزیر وايي چې زموږپه لیرو پرتو سیمو کې د تعلیمي ادارو غیر فعالیت په وجه مجبوره شوي چې د خپلو ماشومانو روښانه راتلونکې لپاره د غیر-سرکاري ښوونځیو په جوړولو لاس پورې کړي.

((د اسدخېل سیمې ماشومانو ته په تګ راتګ کې ډېر مشکل وو نو د زده کړو محرومه ول، موږوګڼله چې دغه غرنۍ سیمه کي ښوونځي خلاص کړو چې ماشومانو ته په خپل ډګر زدکړې ورکړو. دغلته هر هغه سکول چې له ابادۍ لیرې پروت دی، غیر فعاله دی، نو مجبوره شو چې په خپله کار وکړو او د سیمې د خلکو په مرسته ماشومانو ته وړیا زدکړې ورکړو.)

د نووا تنظیم چیف کوارډینټر خان محمد وزیر وايي، موخه یې د وزیرستان په لیرې پرتو سیمو کې ماشومانو ته وړیا زدکړې ورکول دي. دی وايي تر دې وړاندي يې د شمالي وزیرستان ډیورنډ کرښي ته ورڅېرمه شېراني مداخیل سیمه کې ښوونځی پرانستلی دی او نن پکې لږ تر لږه ۷۰۰ ماشومان وړیا زدکړې ترلاسه کوي.

د یادوني ده چې په شمالي وزیرستان کې د چارواکیو په وینا ټولې نهه نیم سوه ۹۵۰ سرکاري تعلیمي ادارې دي، خو د سیمې خلک وايي چې په لیرو پرتو سیمو کې دغه تعلیمي اداري غیر فعاله دي او زیاتره د حجرو په توګه کارول کېږي.

د سیمې د تعلیم څانګې مشران بیا وايي چې اوس له پاکستانیو پوځي عملیاتو پس د ښوونځيو فعالېدو ته پام اړول شوی او هغه استادان يې په سکولونو کې حاضر کړي چې په کلونو کلونو یې د سکول مخ نه وو لیدلی.

XS
SM
MD
LG