د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې کرکټ لوبه او کرفیو جوخت سره روان ول


د شمالي وزیرستان ولس ګیله مندی چې پاکستاني دولت په زیارت/پنجشنبه په میرامشاه کې د امن په نامه کرکت لوبه جوړه کړې وه او د نړیوال لوبغاړي یې وربللي ول خو بلخوا یې ولس په خپلو کورونو کې ایسار کړی وو او ناڅاپه یې ګرځبندیز/کرفیو پرې لګولې. دوی وايي که ریښتینی امن وي نو بیا دولت پر ولس کرفیو ولې لګوي.

د پنجشنبې په ورځ د میرامشاه په یونس خان لوبغالي کې د پاک الیون او يو کې الیون لوبډلو ترمنځ تر سخت امنیت لاندې د امن په نوم لوبه وشوه، چې پکې نړیوالو لوبغاړیو برخه واخېسته.

خو د سیمي خلک ګیله مندي، که د امن په نوم جشن کېږي او دنیا ته د امن پیغام وړاندې کوي، نو بیا ولې خلک په کورونو کې بند ساتل کېږي او ستونزې ورته جوړول کېږي.

د شمالي وزیرستان خبر یال ناصر داوړ چې د دغه لوبې د کوریج لپاره تللي وو، مشال ته وویل چې د امن په نوم دغه لوی ګام وو، خو بل خوا د امن پیغام وړاندېکولو دوران خلک په کورونو او لارو کې بند ساتل څه مانا لري.

''په میرامشاه کې د ملکي او غیر ملکي لوبغاړیو لوبه ترسره کول یو ښه ګام دی، خو بیا په ټول وزیرستان کې کرفیو ولګول شوه چې خلک يې اندیښمن کړل او له ستونزو سره يې مخامخ کړل. یو خوا دنیا ته د امن پیغام وړاندېکولی شي او بل خوا خلک په کورونو او لارو کې بند ساتلی شي، نو د امن په نوم سوالیه نشان دي. هغه خلک چې دوی ورته خلا خوښه وو او د سکولونو يې ماشومان په ګاړو کې د لوبې د کتلو لپاره راوړل او عام خلک يې په کرفیو کې ایسار کړل. که دوی وايي چې اوس دغلته مکمل امن دي نو بیا کرفیو ولي؟ زه چې له میرامشاه د پوښښ یا کوریج وروسته ته راتلم نو په لارو کې ایسار خلک له سخت کړاو سره مخ ول او زرګونه خلک زنانه ماشومان او ناروغان خوار شول."

د وزیرستان اوسېدونکي شاهدالله چې خپل ناروغان يې بنو ته راوړل. مشال ته وویل، چې له سخت مشکل سره مخامخ شو او هم په هغه ورځ چې دغلته نه دنیا ته د امن لوبې په نامه پیغام وړاندېکولی شو.

نوموړی وايي زرګونو خلک په لارو کې خوار شول او دوی په وزیرستان کې ریښتینی امن خوشالي او ترقي غواړي. دوی له جنګونو ستړي شوي او نور له ګرځبندیزونو هم ستړي دي. دوی هم ازاد ژوند او حقوق غواړي.

د مشال راډيو خبریال عمردراز وزیر د امنیتي ځواکونو له چارواکیو سره د خبرو هڅه کړې خو بریالي شوی نه دی.

شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب عملیاتو پس میرامشاه کې د یونس خان کمپلېکس په نامه نړیواللوبغالی جوړ شو چې پکې د زیارت/پنجشنبې په ورځ بین الاقوامي لوبغاړیو د امن په نوم لوبه وکړه، خو د سیمې خلک وايي، چې یوځل دولت له وسله والو د وزیرستان پاکولو دعوه کړې او په بیا بیا يې ویلي چې د ملک تر ټولو برخو زیات امن په وزیرستان کې پرځای شوی، نو بیا د هر اتوار/ یکشنبې په ورځ او دغه شان لويو دستورو پر مهال په عامو خلکو کرفیو لګولو دوی اندېښمن کړي خو دوی ریښتونۍ امن، امن خوشالي او پرمختګ غواړي.

XS
SM
MD
LG