د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پوځي عملیاتو ورانه کړې د میرانشا منډۍ دې جوړه شي"


په میرانشا کې د پاکستاني پوځ توپونه
په میرانشا کې د پاکستاني پوځ توپونه

د شمالي وزیرستان د سبزیو او مېوو سوداګر وايي دوی ته دې هم په میرانشاه کې د پاکستان د نورو برخو غوندې سرکاري منډۍ جوړه کړل شي.

دوی وايي که یې دا غوښتنه ومنل شوه نو له دې سره به له افغانستان سره د خپل مېوو او سبزیو تجارت ته وده ورکړي.

یاد سوداګرو مشال راډیو ته وویل چې دوی په شخصي منډۍ کې کاروبار ته تیار نه دي او په دې اړه یې له پولیټکل انتظامیې سره بیا بیا جرګې کړې دي چي په میرانشاه کې ورته سرکاري منډۍ جوړه کړي.

سوداګرو وویل چې د پاکستاني پوځ د عملیات پر وخت منډۍ ړنګه شوې وه او اوس یې کاروبارونه بند پراته دي .

ملک ګل نعیم وايي چي سرکاري منډۍ د ټولو تاجرانو او د سیمې د ولس غوښتنه ده ځکه چي روزګار یې له هم دې سره تړلی دی.

ملک ګل نعیم زیاته کړه چې که چېري دا منډۍ جوړه شي نو د سیمې سوداګر به د افغانستان تر څنګ تر منځنۍ اسیا خپل کاروبار وغځولای شي.

د شمالي وزیرستان یو لوی سوداګر عبدا لله خان وايي چې دوي له پولیټیکل ایجنټ سره په بیا بیا جرګې کړې دي خو هغوی یې لا هم د دې غوښتنې پوره کولو لپاره عملي ګامونه نه دي پورته کړي.

یو بل سوداګر فضل الرحمان وايي چې د منډۍ د نیشتوالي له کبله یې کاروبارونه په ټپه ولاړ دي او قرضداره شوي دي.

دی وايي ، چې کله منډۍ ورته جوړه کړل شي نو له هغه وروسته به له افغانستان سره خپل کاربار ته بیا دوام ورکوي.

د شمالي وزیرستان پولیټیکل انتظاميې مشال راډیو ته وویل چې د سرکاري منډۍ لپاره یې پر بای پاس سړک ځمکه خوښه کړې او نقشه یې ورته جوړه کړې ده او ډېر زر به پر منډۍ کار پیل شي چي د کاروباریانو ستونزې هوارې شي.

د پاکستاني پوځ تر عملیاتو وړاندې په میرانشا بازار کې لویه مندۍ وه چې د سیمي او افغانستان سوداګرو به پکې له یو بل سره تجارت کاوی او له هم دې منډۍ څخه به د منځنۍ اسیا هوادونو ته هم مالونه وړل کېدل. خو دا پاکستاني پوځ په ضرب عضب نومي عملیاتو کې دا منډۍ ورانه شوه.

XS
SM
MD
LG