د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر پاکستانیو عسکرو تر برید پس پر رزمکوالو ګرځبندیز لګېدلی


شمالي وزیرستان رزمک ډویژن اوسېدونکې وايي چې سیمه کې د دوشنبې په شپه د وسله والو لخوا په امنیتي ځواکونو تر برید پس ګرځبندیز لګول شوی چې په دوهمه ورځ هم ولس په خپلو کورونو کې ایسار دي. دوی وايي د خپلو ضرورتونو پوره کولو لپاره راوتلي خلک او ناروغان په لارو کې ایسار شوي او له ستونزو سره مخامخ دي. ځايي خلکو اندېښمن دي دي داسې نه چې له خپلو سیمو یې بې کوره کړل شي.

دوی زیاتوي د عملیاتو په وجه که د نورو سیمو خلک بې کوره ول نو د رزمک ډیویژن درې تحصیلونو رزمک، ګړیوام او دوڅلي(دوسلي) خلک د دولت په وینا پاته ول، خو زیاتوي، نیمايي خلک بیا هم بې کوره ول او پاته خلک تر درو کلونو پورې محاصره ول چې له ستونزو ډک ژوند يې تېر کړی دی.

وزیرستان برید: درې پاکستاني عسکر وژل شوي اووه ژوبل

د تحصیل دوڅلي اسدخېلو اوسېدونکی شیرین محمد وايي خلک په سیمه کې ګرځبندیز ایسار کړي دي او بنو ته راغلي خلک، ناروغان او له بهرنيو هېوادونو په رخصتيو راغلي خپلو کورونو ته نه شي تلی.

په شمالي وزیرستان کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو ځايي مشر میر کلام وزیر وايي، رزمک ډویژن له لومړۍ ورځې پرامنه پاته شوی دی او په عملیاتو کې هم دوی نه وو بې کوره کړل شوي او نن که د وتلو اشارې ورکول کېږي نو کله هم ورته تیار نه دي.

''ډېرې سختې مو تېرې کړي دي. د عملیاتو په وخت زموږ د تلو راتلو، د راشن ترلاسه کولو او نور ضرورتونه مو په مشکله پوره کول. ډېرې مېرمنو د صحي سهولتونو د نشتوالي له وجې د ماشوم زیږېدو مهال مړې شوې دي. نن موږ ته داسې اشارې راکول کېږي، یانې اوبه راخړه وي، چې دغلته د امن په خاطر بې کوره کړل شي. دوی دې د دغه مشکل هوارولو هڅه وکړي، نه داچې عام ولس بې کوره کړل شي. دغلته مشرانو د امن په خاطر قربانۍ ورکړي دي او هر ډول مرسته يې کړي چې تل ورته نوې نوې طریقې ښيي، خو مشرانو بیا هم له دولت سره هر ډول مرسته کړې، چې په سیمه کې امن پرځای کړل ش، او خپل ولس له ستونزو وژغوري."

مشال راډيو هڅه وکړه چې د امنیتي ځواکونو له مشرانو سره خبرې وکړي خو بریالۍ نه شوه.

د رزمک ډویژن اوسېدونکي وايي له دولت سره يې د امن امان لپاره هر ډول کردار لوبولی او د عملیاتو په دوران کې یې هم دوی د دولت په وینا د امن په خاطر پاته ول او غوښتنه یې کوله چې سرکار دې د دوی ستونزو ته پام وکړي.

د یادونې ده چې په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو له کبله د سیمې سلګونه زره خلک بې کوره کړل شول چې نن هم لا ځېنې کډوال خپلو سیمو ته نه دي ستانه شوي خو د تحصیل دوڅلي (دوسلي) رزمک، ګړیوام، شېوه او سپین وام تحصیلونو اکثریت ولس کډه و نه کړه.

XS
SM
MD
LG