د لاسرسي ځای

له رزمکه دې ګرځبندیز زغرده واخېستل شي. د وزیرو خپګان


د بنو پرېس کلب مخې ته د وزیرستانیان خپل خپګان ښيي. ۱۲م اکتوبر ۲۰۱۷

د شمالي وزیرستان تحصیل د دوڅلي اسدخېلو سیمې ولس هلته له تېرو څلور ورځو راهیسې د پرلپسي ګرځبندیز خلاف په احتجاج دي او نن يې د بنو پرېس کلب کې خبري غونډې ته وویل چې د تېرې دوشنبې تر هغه وروسته په خپلو کورونو کې بندپاتې دي چې کله پر پاکستانیو امنیتي ځواکونو وسله والو برید وکړ.

دوی وايي، په اسدخېلو کې خلک له خپلو کورونو بهر اېستل شوي دي او د اسدخېل په لګاډه کې تر شنه اسمان لاندې تر سختو کړاونو لاندې شپې ورځې تېروي.

دوی وايي، یوځل چې عملیات وشول او دولت په بیا بیا له وسله والو دوزیرستان پاکولو اعلانونه وکړل ر کیدو اعلانات کړي نو بیا ولې پر دوی پرلپسې ګرځبندیز لګول شوی دی.

شمالي وزیرستان کې د اسدخېلو سیمه
شمالي وزیرستان کې د اسدخېلو سیمه

د اسدخېلو اوسېدونکی او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ځايي مشر میر کلام وزیر وايي، د کرفیو پرضد یې لاریون هم وکړ او غوښتنه یې وکړه چې نور دې د دوی ولس بیا بیا نه کړوي او ګرځبندیز دې ژر تر ژره ختم کړل شي او هره ورځ دې یې په یوه بله پلمه له کورونو نه اېستل کېږي.

د سیمي ولس غوښتنه کړې چې د دوی په حال دې رحم وکړي او زیاتوي چې تل یې له دولت سره د امن پرځای کولو کې خپله ونډه اخېستې ده او نن که یوڅوک ورانی کوي دا نو د دولت دنده چې مخه یې ونیسي.

(( خلک په کورونو کې ایسار دي، کرفیو دې زغرده ختم کړل شي، دوهمه غوښتنه مو دا ده چې هلته له تېرو دوو میاشتو راهیسې بیا بیا مشکل پېښېږي او د هغې په وجه موږ ته دړکې او ګواښونه راکول کېږي چې له کورونو ووځئ، دا اوس نوې ډرامه شورو شوې ده چې تاسو له کورونو ووځئ، موږ ستاسو په کورونو کې غلا موندو. موږ هېڅکله خپل کورونه نه پرېږدو. غوښتنه مو ده زموږ خلکو ته دې هغه حقوق ورکړل شي چې د یوویشتمې پېړۍ خلکو ته ترلاسه دي.))

د اسدخېلو یو بل اوسېدونکی اسد نورانی وايي، د دومره عملیاتو پس پر دوی څو څو ورځې کرفیو لګول او له کورونو شړل څه معنا لري؟ نن د پرلپسې ګرځبندیز په وجه د زده کونکیو امتحان پرچې هم ور نه کړل شوې.

د شمالي وزیرستان پولیټیکل ایجنټ کامران اپرېدی له وزیرو سره جرګه کوي. ۱۱م اکتوبر ۲۰۱۷
د شمالي وزیرستان پولیټیکل ایجنټ کامران اپرېدی له وزیرو سره جرګه کوي. ۱۱م اکتوبر ۲۰۱۷

مشال راډيو د پاکستانیو امنیتي ځواکونو له چارواکیو سره بیا بیا اړیکه ونیوله خو بریالۍ نه شوه. بلخوا د شمالي وزیرستان پولیټیکل انتظاميي چارواکیو مشال راډيو ته وویل چې د چارشنبې ورځ پولیټیکل ایجنټ کامران اپرېدي د سیمې له مشرانو سره تر یوې جرګې وروسته پر رزمک سړک لګېدلی ګرځبندیز یا کرفیو واخېستله خو به اسدخېلو کې دننه لا هم دوام لري.چارواکیو ویلي پولیټیکل کامران اپرېدی له امنیتي ځواکونو سره د خبرو هڅه کوي چې په کلیو کې دننه هم لګېدلی ګرځبندیز واخلي او خلک کورونو ته پرېږدي.

د سیمي ولس غوښتنه کړې چې د دوی په حال دې رحم وکړي او زیاتوي چې تل یې له دولت سره د امن پرځای کولو کې خپله ونډه اخېستې ده او نن که یوڅوک ورانی کوي دا نو د دولت دنده چې مخه یې ونیسي.

XS
SM
MD
LG