د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستان برید: درې پاکستاني عسکر وژل شوي اووه ژوبل


په شمالي وزیرستان کې پر پاکستانیو امنیتیو ځواکونو باندې په یوه وسله وال برید کې درې سرتېري سرتیري وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي. پېښه بېګا شپه د وزیرستان په غرنی سیمه دوڅلي کې شوی دی چې پړه یې وسله والو طالبانو پر غاړه اخېستې ده.

په شمالي وزیرستان کې انتظامي چارواکیو مشال راډیو ته د پېښې پخلی وکړ او و یې ویل چې برید د دوشنبې په شپه د وزیرستان په دوڅلي تحصیل کې هغه مهال شوې کله چې امنیتي سرتېرو په سیمه کې ګشت کولو.

د دوی په وینا ژوبل سرتېري يې پوځي روغتون ته رسولي او امنیتیو ځواکونو په سیمه کې د بریدګرو لټون پیل کړی دی.

مقبول داوړ چې خپلځان د تحریک طالبان پاکستان شمالي وزیرستان کمانډر بولي، د پېښي پړه پر غاړه اخېستې او په دغه برید کې یې د لسو سرتېرو د وژلو دعوه کړې ده خو امنیتي ځواکونه او انتظاميي چارواکي د درو سرتېرو د وژل کېدو او اووه نورو د ژوبلېدو خبره کوي.

په شمالي وزیرستان کې په ۲۰۱۴ کال د وسله والو طالبانو پرضد ضرب عضب په نامه پوځي عملیات پیل شوي ول چې له کبله یې د سیمې په سلګونه زره ولس له خپلو کورونو کډه کولو ته اړ کړل شول. په دوی کې ډېر یې د افغانستان خوست ولایت او ځینو نورو سیمو ته کډه شوي چې لاهم د زرګونو په شمېر کې هلته میشته دي.په۲۰۱۶ کال د وزیرستانیو کډوالو خپلو سیمو ته د ستنېدو لړۍ پیل شوې وه چې د انتظاميي چارواکیو په وینا تر اوسه تر ۹۰ فیصدوزیات یې خپلو سیمو ته ستانه شوي دي.

دولت او پوځ په بیا بیا ویلي چې وزیرستان يې اوس تر خپلې ولکې لاندې راوستی دی او سیمه يې له وسلاوالو پاکه کړې ده.

که څه هم د عملیاتو پس میرلي، میرامشاه او خو او شا سیمو کې دغه ډول پېښې نه دي شوې خو د شمالي وزیرستان په لیرو پرتو سیمو رزمک، ګړیوام، دوڅله، شوال او ځینو نورو هغو کې تر دې وړاندې هم د وسله والو له خوا د سیمې د جرګو مرکو مشران او امنیتي سرتېري په نښه کړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG