د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان انتخاباتي کميشن تر فيصلې وروسته د خېبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د تحريک انصاف غړي ضياوالله اپريدي ويلي چې له ګونده په ‌ډېر ژر مستعفي شي.

کميشن د زيارت په ورځ د تحريک انصاف مشر عمران خان له لورې د ضياوالله اپريدي د نا اهله ګرځولو درخواست رد کړ.

عمران خان پروسږکال د سپټمبر پر۲۷ مه کې کميشن ته په ورکړل شوي درخواست کې ويلي وو چې امکان دی ضیاوالله پاکستان پيپلز ګوند ته ولاړ شي نو بايد د هغه د اسمبلۍ له غړيتوب څخه نا اهله و ګرځول شي.

تر دې فيصلې وروسته د زيارت په ماښام ضياوالله اپريدي له مشال راډیو سره د مرکې پر مهال وويل چې نور دده او عمران خان لاره جلا ده.

دده په خبره چې له خپلو ملګريو او د حلقې له خلکو سره به تر سلا مشورو وروسته تحريک انصاف پرېږدي او په يوه بل ګوند کې به ګډون اعلانوي.

نور زما او د عمران خان لاره جلا جلا ده. ضیاوالله اپريدی

ضياوالله اپريدی د ۲۰۱۳م کال په ټولټاکنو کې د تحريک انصاف پر څوکۍ د پېښور له پی کې ون حلقې څخه ټاکل شوی وو خو وروسته يې د خپل ګوند سره تړاو لرونکي وزيراعلی سره اختلافات پېدا شول.

نوموړي پروسږ کال د اګست په مياشت کې د خېبر پښتونخوا پر وزيراعلی پروېز خټک او خزانې وزير مظفر سيد باندې د درغلی تورونه و لګول.

خو پروېز خټک تورونه رد کړل.

د پاکستان قانون وايي چې د اسمبلۍ هغه غړی يا غړې چې د وزيراعظم او وزيراعلی د انتخاب يا د فاننس بل پر وخت د ګوند له پاليسۍ سرغړونه وکړي نو هغه نا اهله شي. الطاف خان

د ضیاوالله اپريدي پرضد ددرغليو تورونه و لګول شو او هغه په دې تور کې زندان ته واچول شو خو وروسته بيا بې ګناه وګرځول شو.

د انتخاباتي کميشن وياند الطاف خان مشال راډیو ته وويل چې د کميشن پنځو غړيو د زيارت په ورځ د عمران خان د درخواست اورېدنه وکړه چې پکې دوو د عمران خان او دريو د ضیاوالله اپريدي په حق کې فيصله ورکړه.

نوموړي زياته کړه چې د پاکستان قانون وايي چې د اسمبلۍ هغه غړی يا غړې چې د وزيراعظم او وزيراعلی د انتخاب يا د فاننس بل پر وخت د ګوند له پاليسۍ سرغړونه وکړي نو هغه نا اهله شي.

خو دده په خبره د ضیاالله اپريدي د وکيل دلیل وو چې ښاغلی اپريدي داسې هيڅ کار نه دی کړي بلکې هغه اوس هم په ګوند کې دي خو يوازې يې د تحريک انصاف له مشر او د ګوند له پاليسيانو سره اختلاف لري.

XS
SM
MD
LG