د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نقيب مسود د وژنې پرضد د اسلام اباد په غونډه کې زرګونو کسانو ګډون کړی


د فاټا او نورو سيمو ځوانانو، مدني او سياسي فعالانو په اسلام اباد کې په يوه لويه غونډه کې غوښتنه کړې ده چې د نقيب مسود په وژنه کې تورن پوليس افسر راو انور ته دې ژر تر ژره و نيول شي.

دا غوښتنه د هغه لاريون په پای کې وشوه چې د جنورۍ پر ۲۶مه له ډېره اسماعيل خانه پیل شوی وو او تر بنو، کوهاټ، پېښور، چارسدې او مردان تېرېدو وروسته د د زيارت په ماښاماسلام اباد ته ورسېد.

په سلګونه کسان په ګاډو کې اسلام اباد ته ننوتل او په لاسونو کې يې لوحې وې.

لاريون د يوې لويې غونډې بڼه واخيست چې پکې د ګډون والو شمېر د يوه اټکل له مخې تر پنځو زرو زيات وو.

دوی وروسته د اسلام اباد پريس کلب ته ورسېدل چې هلته وار له مخه يو احتجاجي کېمپ لګېدلی وو.

لاريون د يوې لويې غونډې بڼه واخيست چې پکې د ګډون والو شمېر د يوه اټکل له مخې تر پنځو زرو زيات وو.

يو ستر سټېج جوړ شوی وو چې ورباندې د نقيب مسود له خپلو ماشومانو سره اخيستل شوی تصوير د يوه لوی بېنر په شکل کې راځوړند وو.

د زياتره ګډون والو تړاو له وزيرستان، ډېره اسماعيل خان او ټانک سره وو خو پکې د خېبر پښتونخوا او بلوچستان پښتون مېشتو سيمو خلک هم شامل وو.

غونډې ته د پاکستان په پارلېمان کې د فاټا استاذيو حاجي شاه جي ګل، سېنېتر صالح شاه، شهاب الدين خان، د عوامي نېشنل ګوند يوې مشرې بشری ګوهر، د ځوانانو سازمان نېشنل يوته ارګنايزيشن يو مشر محسن داوړ او يو شمېر نورو قبايلي مشرانو ويناګانې وکړې.

دوي په خپلو ويناګانو کې غوښتنه وکړه چې د نقيب مسود په وژنه کې تورن پوليس افسر راو انور او د هغه ملګري دې و نيول شي.

ددې ترڅنګ دوی زياته کړه چې د قبايلي سيمو يو شمېر کسان لادرکه دي او ځينې په حراست خانو کې دي نو بايد د هغو په اړه يو کميشن جوړشي او که پر چا تور وي هغه عدالت ته وړاندې کړل شي.

ويناوالو په قبايلي سيمو په تيره بيا په جنوبي وزيرستان کې د ښخ شويو ماينونو موضوع هم راپورته کړه او د هغو ژر تر ژره د پاکولو غوښتنه يې وکړه.

د قبايلي سيمو يو شمېر کسان لادرکه دي او ځينې په حراست خانو کې دي نو بايد د هغو په اړه يو کميشن جوړشي او که پر چا تور وي هغه عدالت ته وړاندې کړل شي. ويناوال

دوی غوښتنه وکړه چې په جنوبي وزيرستان کې تر يوې پېښې وروسته د ګرزبنديز لګولو عمل دې هم ودرول شي.

غونډه د ماښام په شاوخوا اوه بجې پیل شوه او د شپې تر لس نيمې بجو يې دوام وکړ.

په غونډه کې شامل د جنوبي وزيرستان يو قبايلي مشر بادشاهي خان مشال راډيو ته وويل چې دوی دلته د انصاف غوښتلو لپاره راغلي دي.

دده په وينا، يوازې نقيب مسود نه دی وژل شوی بلکې د قبايلو سيمو په لسګونو ځوانان په حراست خانو کې پراته دي نو بايد حکومت د دوی د پرامنه احتجاج درناوی وکړي او دوی تشدد لارې خپلولو ته اړه نه کړي.

دده په خبره دوی د پاکستان قانون منلی دی او پکاره ده د حراست خانو بنديان عدالت ته وړاندې کړل شي او چې څوک مجرم وي هغه ته دې سزا ورکړي او چې مجرم نه وي هغه دې خوشی کړي.

سپريم کورټ د زيارت په د نقيب مسود د مقدمې اورېدنه وکړه او د سيند پوليسو مشر په خواست يې هغه ته د راو انور د نيولو لپا ره لس نورې ورځې وخت ورکړی.

د عبدالله په نوم د وزيرستان يو ځوان مشال راډیو ته وويل چې د قبايلي سيمو خلک له تشدده تنګ شوي دي نو پکارده د نقيب مسود او نورو وژل شويو په اړه يو پلټنيزه کميشن جوړل کړل شي.

د حاجي شاه محمود په نوم يو ګډون وال مشال راډیو ته وويل چې غوښتنه کوي چې د دوي برضد نور تشدد و نه شي او چې څوک وژل شوي دي هغو ته دې انصاف ورکړي.

که څه هم غونډه پای ته ورسېده خو ګډون کوونکيو وویل چې دوی به د جمعې په سهار بيا د پريس کلب مخې ته راټولېږي.

نقيب مسود د جنورۍ پر دريمه نېټه پوليسو په ساده جامو کې له ځان سره بيولی وو او د سيند حکومت له خوا جوړې شوې پلټنيزې کمېټۍ ويلي چې هغه وروسته په جعلي پوليس مقابله کې ووژل شو.

کمېټې پر پوليس افسر راو انور تور ولګولی چې نقيب مسود يې وژلی دی او هغه يې له کاره ګوښه کړ.

له دې وروسته د راو انور پرضد د نقيب مسود د وژلو مقدمه درج شوه خو هغه روپوشه شو.

د نقيب مسود په اړه د سپريم کورټ دويمه اورېدنه

د پاکستان سپريم کورټ د جنورۍ پر ۲۰ د پېښې نوټس واخيست او په دې اړه يې په خپله لومړۍ اورېدنه کې پوليسو ته ووپل چې راو انور په درې ورځو کې و نيسي خو د وخت تېرېدو سربېره هم هغه و نه نيول شو.

سپريم کورټ د زيارت په ورځ بيا اورېدنه وکړه او د سيند پوليسو مشر په خواست يې هغه ته د راو انور د نيولو لپا ره لس نورې ورځې وخت ورکړی.

د ټراييبل وومن ویلفيېر مشره ثمرين وزيره هم د نقيب مسود د کورنۍ له غړيو سره عدالت ته حاضره شوه.

نوموړې وروسته مشال راډیو ته وويل چې د نقيب مسود د تره زوی نور رحمان د سپريم کورټ چيف جسټس ته وويل چې راو انور لاهم له خبريالانو سره رابطې کوي او له دوی سره پوښتنه راپورته شوې ده چې څنګه يو کس دومره زورور دی چې حکومت يې نه شي نيولی.

د راو انور نه نيول کېدل د نقيب مسود کورنۍ ځکه هم اندېښمنه کړې ده چې هغه په دې مقدمه کې ګواه ده نو له هغو سره دا وېره پېدا شوې ده چې يو کس تر حکومت هم زورو دی نو حکومت به هغو ته څنګه تحفظ ورکړي.؟
نور رحمان

​ددې په وينا نور رحمان چيف جسټس ته وويل چې د راو انور نه نيول دوی ځکه هم اندېښمن کړي چې د نقيب کورنۍ په دې مقدمه کې ګواه ده نو له هغو سره دا وېره پېدا شوې ده چې يو کس تر حکومت هم زورو دی نو حکومت به هغو ته څنګه تحفظ ورکړي.

د ثمرين وزيرې په خبره له دې وروسته چيف جسټس ثاقب نثار حکم وکړ چې مطبوعات به له راو انور سره خبرې نه کوي او نه به د هغې خبرې خپروي.

ددې ترڅنګ ثاقب نثار ټولو استخباراتي ادارو ته حکم ورکړ چې د راو انور په نيولو کې د سيند د پوليسو مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG