د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې تر برید وروسته د موټرسایکل پر غبرګې سپرلی بندیز ولګېد


پراګ - د بلوچستان حکومت په کوټه کې پر موټرسایکل پر غبرګې سپرلی بندیز لګولی دی. د کورنیو چارو وزارت د چارشنبې پر ورځ په یوه بیان کې ویلي، دا بندیز به د فبرورۍ تر ۲۴مې پورې عملي وي.

تر دې مخکې هم په ښار کې پر غبرګې سپرلی بندیز وو چې د سې شنبې پر ورځ یې موده ختمه شوه. د کورنیو چارو وزارت دا فرمان پر داسې وخت خپور کړی چې د بلوچستان د کوټې پر سریاب روډ د چارشنبې پر سهار د وسله والو په ډزو کې د اېف سي ځواکونو څلور عسکر وژل شوي دي.

تر بريد وروسته د بلوچستان د پولیسو مشر معظم انصاري د پېښې ځای ته ورسېد او په دې اړه يې رسنيو ته مالومات ورکړل.

نوموړي وويل چې سهار وختي د مليشا ځواکونو عسکرو ګزمه کوله چې وسله والو ورباندې بريد وکړ.

دده په وينا په بريد کې څلور اېف سي سرتېري وژل شوي دي.

معظم انصاري زياته کړه چې شواهد ښيې چې دا يو ترهګر بريد وو او له دريو څلورو کسانو کړی دی.

بريدګر په تېښته کې بريالي شوي دي او د پوليسو د مشر په وينا د لټون لپاره یې امنيتي ځواکونه په شاوخوا سيمو کې عمليات پیل کړي دي.

د حملې ذمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې ده.

په بلوچستان کې بېلا بېلې وسله والې ډلې فعاله دي.

په دې کې بلوڅ بيلتون پاله وسله وال، داعش وسله واله ډله او تحريک طالبان شامل دي.

تر دې وړاندې هم پر امنيتي عسکرو او پر ولسي ځایونو يو شمېر بريدونه شوي دي.

ايشوشي اېټډ پريس خبري اژانس د پېښې په اړه په خپل راپور کې وايي چې که څه هم د بلوچستان حکومت ادعا کوي چې وسله والو ډلو ته يې ماتې ورکړې ده خو په صوبه کې لاهم تشدد روان دی.

XS
SM
MD
LG