د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد کې د پښتنو احتجاجي ناسته به هدف ته ورسي؟


د فاټا او پښتونخوا مدني او سياسي فعالانو احتجاجي ناسته لاهم په اسلام اباد کې دوام لري.

په کراچۍ کې د نقيب مسود د وژنې له پېښې پيل شويو مظاهرو بلاخره د يوې لويې دهرنې بڼه واخېسته او د احتجاجیانو غوښتنې هم پراخې شوې.

دا لومړۍ ځل دی چې د فاټا په تېره بيا د وزيرستان خلک لارو کوڅو ته راوتلي دي او په اسلام اباد کې يې د يو داسې لويې دهرنې شکل خپل کړ چې ورته د پاکستان د زياتره ګوندونو مشران ورغلي او حمايت يې کړی دی.

د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د پرامنه دهرنې د لاملونه ترڅنګ دا پوښتنه راپورته شوې چې ايا دا به خپل ټاکل شوی هدف ترلاسه کړي او که څنګه؟

د دهرنې يو مخکښ مشر بلال پښتون، د سياسي چارو پوه رفیع الله کاکړ او د مشال راډيو د انګريزۍ وېپاڼې مشر ابوبکر صديق د بحث ميلمانه دي.

په بحث کې شامل نظرونه د ميلمنو خپل دي.

ايا د اسلام اباد پرلت به خپل هدف ترلاسه کړي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:20 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG