د لاسرسي ځای

تازه خبر

مظاهرچيان ولې له محمود خان او اسفندياره ګیله من دي؟


پراګ - د نقیب مسود د وژنې ضد او د نورو غوښتنو په اړه د قبايلي او پښتنو سيمو سياسي او مدني فعالانو په اسلام اباد کې د پرلت يا درنې څلورمه ورځ ده خو هلته ناست ځينې کسان ګیله کوي چې د پښتنو د دوو لويو ګوندونو مشران د پیوستون لپاره نه دي ورغلي.

د يکشنبې پر ورځ له مشال راډيو سره د مرکې پر مهال د تحريک يو مخکښ منظور احمد پښتون وويل چې تمه يې وه چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی او د عوامي نیشنل پارټۍ مشر اسفنديار ولي خان به په ناسته کې ګډون وکړي.

نوموړی زياتوي چې د فاټا جنګ ځپلی ولس اسلام اباد ته رسېدلی او له دواړو پښتنو مشرانو يې تمه کوله چې په دې تحريک کې به ګډون نه بلکې مشري به يې وکړي.

که محمود خان اڅکزي او اسفنديارولي خان د تحريک مشري نه شوه کولای نو دومره خو يې کولای شو چې د مظاهرچيانو په استازيتوب يا لږ تر لږه د منځګړيو په توګه له حکومت سره یې مذاکرات کړي وای. منظور احمد پښتون

منظور پښتون زياتوي چې که هغوی د تحريک مشري نه شوه کولای تو دومره خو يې کولای شو چې د مظاهرچيانو په استازيتوب يا لږ تر لږه د منځګړيو په توګه له حکومت سره مذاکرات وکړي.

مشال راډيو چې په دې اړه د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ له سېنېټر عثمان کاکړ سره تماس وکړی نو هغه وويل چې محمود خان اڅکزی به درنې ته ورځي.

نوموړي زياته کړه چې د ګوند مشر يې کراچۍ ته تللی وو او بيا کوټې ته ولاړ.

د ده په خبره، د مارچ پر درېيمه د سېنېټ انتخابات کېدونکي دي نو ځکه محمود خان اڅکزی په تياريو بوخت دی خو په راتلونکو دوو ورځو کې به د اسلام اباد درنې ته ورشي.

د عوامي نیشنل ګوند د مشر اسفنديار ولي خان درنې ته نه ورتګ په اړه چې مو د دې ګوند د ځوانانو سازمان له مشر محسن داوړ سره رابطه وکړه نو هغه وويل چې کوشش کوي اسفنديار ولي خان وهڅوي چې احتجاجي غونډې ته ورشي.

محمود خان اڅکزی د سېنېټ په انتخاباتو کې بوخت دی خو ډېر ژر به د اسلام اباد درنې ته ورشي.
عثمان کاکړ

محسن داوړ زياتوي چې د دوی ګوند د تحريک له پیله په لاريون کې شامل دی.

دی وايي، هغه خپله هم له پېښوره تر اسلام اباده په لاريون کې شامل شوی وو او په پېښور کې يې د ګوند مرکزي جنرل سېکرېټري ميا افتخار حسين هم د لاريون ګډونوالو ته وينا کړې وه.

د محسن داوړ په خبره، کله چې مظاهرچيان اسلام اباد ته ورسېدل نو د عوامي نېشنل ګوند مرستيالي مشرې بشرا ګوهر د هغوی هرکلی وکړ او ورسره ملګرې شوه.

اسفنديار ولي خان دا وخت د بلوچستان په دوره دی او په مختلفو ځايونو کې غونډو ته ويناګانې کوي.

په اسلام اباد کې د خبريالانو مرکز مخې ته د فاټا او او نورو پښتنو سيمو احتجاج کوونکي غوښتنه کوي چې د نقيب مسود په وژنه کې تورن پوليس افسر راو انوار دې ونيول شي، په حراست خانو کې بنديان کسان دې عدالت ته وړاندې کړل شي، فاټا دې له ماينونو پاکه کړل شي، په فاټا کې دې پر امنيتي پوستو خلک بې ځايه نه تنګول کېږي او په کراچۍ کې دې د ماورای عدالت وژنو په اړه حقيقاتي کمېشن جوړ شي.

XS
SM
MD
LG