د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان ښايي طالبانو او حقاني شبکې سره اړیکو ته دوام ورکړي"


ډینییل کوټس د امریکا سېنېټ کمېټۍ اورېدنې ته رپورټ وړاندې کړ
ډینییل کوټس د امریکا سېنېټ کمېټۍ اورېدنې ته رپورټ وړاندې کړ

پراګ - د امريکا د استخباراتو د ملي ادارې مشر امکان څرګند کړی چې ښايي پاکستان له طالبانو، حقاني شبکې او نورو وسله والو ډلو سره اړيکو ساتلو ته دوام ورکړي.

ډینييل ار کوټس د سېشنبې پر ورځ د امريکا سېنېټ استخبارتي کمېټۍ اورېدنې ته حاضر شو او د ادارې کلنۍ رپورټ يې وړاندې کړ.

رپورټ د سي ای اې په ګډون د امريکا ۱۷ استخباراتي ادارو په شریکه جوړ کړی دی.

په دې کې د نړۍ د مختلفو هېوادونو له لوري د امريکا ګټو ته د ممکنه تاوان رسولو جاج اخيستل شوی دی.

تر اوسه اخيستل شوي ګامونه ښیي چې پر وسله والو ډلو کافي فشار نه دی اچول شوی او دا نه برېښي چې عمليات به اوږد مهاله اغېز ولري.
ډینییل کوټس

ډینييل کوټس د افغانستان وضعیت ته په پام سره د پاکستان پر رول خبرې وکړې.

نوموړي وويل، په پاکستان کې مېشت وسله وال به له پناه ځايونو څخه په ګټه پورته کولو سره په افغانستان کې کارروایانو ته دوام ورکړي.

نوموړي وویل، ارزونه یې دا ده چې ښايي پاکستان له وسله والو ډلو سره اړيکي پر ځای وساتي: ((تېره مياشت امريکا له طالبانو، حقاني شبکې او نورو ډلو سره پر تړاو لرونکو اتو کسانو بنديز ولګاوه خو زموږ ارزونه دا ده چې پاکستان به له دغو وسله والو سره اړيکي جاري وساتي او له امريکا سره به ترهګرۍ ضد همکاري محدوده کړي.))

ډینيیل کوټس وویل، پاکستان د وسله والو پرضد کارروايي کوي خو دوی ته نه برېښي چې پر هغوی کافي فشار اچول شوی دی.

چين د پاکستان سټراټیژیک ملګری او ګټې يې سره شريکې دي.
طلعت مسعود

د ده په خبره، د پاکستاني پوځ له لوري د طالبانو او نورو اړونده ډلو پرضد روان عمليات ظاهروي چې پوځ ځان فعاله وښيي او ښکاره کړي چې د دې ډلو ضد د نورو کارروايانو په کولو سره د امريکا غوښتنو ته ځواب ووايي خو د نوموړي په اند، تر اوسه اخيستل شوي ګامونه ښیي چې پر دې ډلو کافي فشار نه دی اچول شوی او دوی ته دا نه برېښي چې عمليات به اوږد مهاله اغېز ولري.

پاکستان ښايي له امريکا سره د ترهګرۍ ضد همکاري محدوده کړي.
ډینییل کوټس

خو پاکستان په وار وار ویلي، وسله والو ته پناه ځايونه نه ورکوي.

اسلام اباد وايي، د عملياتو پر مهال یې د وسله والو ټول مرکزونه ختم کړي دي.

د رپورټ وړاندې کولو پر وخت د امريکا د استخباراتو مرکزي ادارې مشر ډینيیل کوټس دا هم وويل چې پر پاکستان د امريکا نفوذ په کمېدو او د چين هغه زیاتېږي.

د پاکستان د دفاعي چارو پوه او پخوانی جنرال طلعت مسعود دا اروزنه سمه ګڼي.

نوموړی وايي، امريکا د پخوا په څېر پاکستان ته مالي مرسته نه ورکوي او بله دا چې واشنګټن د افغانستان په اړه پر اسلام اباد مسلسل فشار اچوي او د افغانستان په اړه د دواړو هېوادونو په تګلارو کې اختلاف دی.

خو د طلعت مسعود په خبره، د دې برعکس چين د پاکستان سټراټیژیک ملګری او ګټې يې سره شريکې دي.

د دې ترڅنګ چين د پاکستان مالي مرسته هم کوي.

مسعود زیاتوي، هم دې ته په کتو، پر اسلام اباد د امريکا نفوذ په کمېدو او د چين هغه په زياتېدو دی.

XS
SM
MD
LG