د لاسرسي ځای

تازه خبر

امنيتي غونډه د افغانستان او سيمې پر امنيت څه اغېز کولای شي؟


د افغانستان دفاع وزارت وياند دولت وزيري ويلي، د کابل امنيتي ناستې کې ټینګار شوی چې د ترهګرۍ او مخدره موادو پرضد باید جدي مبارزه وشي.

غونډه د فبرورۍ پر ۱۲ مه او ۱۳ مه په کابل کې د امریکا د مرکزي قومندانۍ په نوښت جوړه شوې وه چې پکې د پاکستان، جنوبي او منځنۍ اسيا د پوځ مشرانو او لوړ پوړو امنيتي چارواکيو ګډون وکړ.

د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه هم غوڼډې ته وينا کړې او دا تور يې بيا رد کړی چې پاکستان خپله خاوره په بل هېواد کې د ترهګرۍ لپاره استعمالېدو ته نه پرېږدي.

دغه غونډه د افغانستان د امنيت په ښه کولو ترڅنګ کابل او او اسلام اباد ګډو ستونزو حلولو ته هڅولای شي او که څنګه؟

دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې په اسلام اباد کې له پخواني ډپلوماټ اياز وزير او د افغانستان د سياسي چارو پوه احمد شاه سپر سره څېړل شوې دي.

امنيتي غونډه په افغانستان کې د سولې په راوستو کې څه رول لوبلای شي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:10 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG