د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لسګونو ښځو د پښتنو د اسلام اباد درنې د غوښتنو ملاتړ اعلان کړی


د خېبر پښتونخوا په لسګونو ښځو په اسلام اباد کې د فاټا او نورو پښتنو سيمو د سياسي او مدني فعالانو په درنا کې د ګډون پر مهال د هغو د غوښتنو ملاتړ اعلان کړی دی.

د زيارت په ورځ د پېښور، مردان او اسلام اباد يو شمېر ښځينه سياسي او مدني فعالانې د قافلې په شکل کې د اسلام اباد پریس کلب مخې ته د احتجاج ځای ته ورغلې.

احتجاج کوونکيو د هغو هرکلی وکړ او پر دې مهال ځينې ښځينه فعالانو ويناګاني وکړې.

د ښځو په استاذيتوب په ښځو کې د سياسي پوهې خپرونکې يوې ناحکومتي ادارې اويرګرل مشرې ګلالۍ اسماعيل په اردو او پښتو ژبو وينا وکړه او د پښتنو پر خاوره د روان ناورين پر مختلفو اړخونو يې رڼا واچوله.

د يوه منظم پلان له مخې د ترهګرۍضد جګړې پر مهال د پښتنو قبايلي او سياسي مخور وژل شوي دي چې دارنګه پښتانه بې مشره شي چې بيا هغه په اسانه سره د خپلو هدفونو لپاره استعمال کړل شي. ګلالۍ اسماعيل

دې وويل چې په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد جګړې پر مهال چې کله هم د پښتنو په سيمه کې پوځی عمليات کېږي نو ددې له ادعا سره سم پر ولسي ځايونو بمبارۍ کېږي خو چې کله په پنجاب کې د مشکوکو ترهګرو پرضد کاروايي کېږي نو بمباري نه بلکې هدفي عمليات کېږي.

هغې تور پورې کړ چې د يوه منظم پلان له مخې د ترهګرۍضد جګړې پر مهال د پښتنو قبايلي او سياسي مخور وژل شوي دي چې دارنګه پښتانه بې مشره شي چې بيا هغه په اسانه سره د خپلو هدفونو لپاره استعمال کړل شي.

ګلالۍ اسماعيل وويل چې دوی د درنا ورکوونکيو د غوښتنو ملاتړکوي.

دې زياته کړه چې فاټا دې له ماینونو پاکه کړل شي، ماورا عدالت قتلونه دې ودرول شي، خلک دې په امنيتي پوستو نه ځورول کېږي او لادرکه کړل شوي کسان دې عدالت ته وړاندې کړل شي.

يوې بلې مدني فعالې مهرين اپريدۍ ته هم د وينا موقع ورکړل شوه.

په اسلام اباد کې د پښتنو د درنې اته ورځې پوره شوې
په اسلام اباد کې د پښتنو د درنې اته ورځې پوره شوې

هغې وويل چې پښتانه د جګړې اېندهن جوړېدل نه غواړي.

هغې زياته کړه چې پر فاټا تور قانون او توره پاليسي تپل شوې ده او دوي نور ددې تور قانون او تورې پاليسۍ منلو ته تيار نه دي.

هغې دا هم وويل چې د فاټا خلکو په ډېره مينه او ستړيو خپل کورونه اباد کړي ووچې پکې يې له ستنې واخلې تر صندوقه پورې هر څه راغونډ کړي وو خو د ترهګرۍضد جګړې له وجې يې پرېښېدلو ته اړل شول خو چې کله ستانه شول نو ودان کورونه يې وران ويجاړ پراته ول.

مهرين اپريدۍ زياته کړه چې اوس چې خپل کلي کور ته مړۍ هم وړي نو اجازت نامه به اخلي.

خپل کلي کور ته چې مړۍ هم وړو نو اجازت نامه به اخلو. مهرين اپردۍ

هغې وويل چې د فاټا او خېبر پښتونخوا درسګاوې ( تعلمي ادارې) په قتل ګاوو بدلې کړل شوې.

بل خوا د سوات په مېنګوره ښار کې هم په لسګونو کسانو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په بلنه د اسلام اباد د درنې په ملاتړ غونډه وکړه.

د اسلام اباد دغه درنا د جنورۍ له ۲۶ مې د لاريون په بڼه کې له ټانکه پیل شوې وه او فبرورۍ پر لومړۍ اسلام اباد ته رسېدلې وه.

د زيارت په ورځ د درنې اتمه ورځ وه خو لاهم يې له حکومت سره شوي مذاکرات کاميابه شوي نه دي.

د درنې يو مخکښ بلال مسود مشال راډیو ته وويل چې د دوی ۱۵ کسيزې مذاکراتي ډلې د زيارت په ورځ د پوځ د اطلاعاتو ادارې ای اېس پي ار له مشرمېجر جنرال اصف غفور سره وليدل او هغه ته يې خپلې غوښتنې کېښودلې.

حکومت د احتجاج کوونکيو د غوښتنو د منلو ډاډ ورکړی دی خو هغه وايي ترڅو يې په ليکلې بڼه کې يې غوښتنې و نه منل شي دوی د درنا نه ختموي.

خو دده په وينا د غوښتنو په منلو کې څه پرمختګ و نه شو البته دوی به په راتلونکي کې يو ځل بيا له پوځ سره ويني.

خو د پوځ اطلاعاتو ادارې ددې ملاقات تصديق نه دی کړی.

تر دې وړاندې هم مذاکراتي ډلې له وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سره ليدلي وو خو هغه ملاقات هم بې نتيجې پای ته رسېدلی وو.

د درنې مشران وايي چې که څه هم حکومت د غوښتنو د منلو ډاډ ورکړی دی خو دوی بیا پر ډاډ یقين نه کوي بلکې وايی چې ترڅو يې په ليکلې بڼه کې غوښتنې نه وي منل شوې درنا نه ختموي.

XS
SM
MD
LG