د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بنګله دېش کې يو عدالت د دې هېواد پخوانۍ لومړۍ وزيرې خالده ضيا ته د درغلۍ په قضيه کې د پنځو کلونو د بند سزا اورولې ده.

په اورېدنه کې موجود د فرانس پرېس خبري اژانس خبريال وايي چې د زيارت په ورځ د قاضي محمد اخترالدين له خوا د بند سزا اورولو وروسته خالده ضيا په سخت امنيت کې د ډاکې زندان ته يوړل شوه.

مېرمن ضيا د بنګله دېش نېشلسټ پارټۍ مشره ده او دوه ځله وزيراعظمه پاته شوې ده.

پردې تور دی چې د یتیمانو لپاره د جوړې شوې يوې خيره موسسې په پیسو کې يې د شاوخوا دوه لاکه دوه پنځوست زره ډالرو درغلي کړې ده.

خو هغه د پیسو د غلا تورونه ردوي او وايی چې پرضد يې جوړه شوې دوسيه سیاسي ازانګه لري.

ددې مدافع وزير محی الدين خوکان ويلي چې خالده ضيا ورته د عدالتي فيصلې پرضد د اپیل کولو ويلي دي.

نوموړي زياته کړه،یقين يې نه کېږي چې دغسې فيصله اورېدل شوې ده خو باوري دی چې خالده ضيا به ژر راخوشې شي.

د عدالت له لورې د فيصلې اورولو له مخه د بنګله دېش په پلازمينه ډاکه کې د امنيتي ځواکونو او مظاهرچيانو ترمنځ نښتې وشوې.

پوليسو لارې تړلې وې او د زرګونو مظاهرچيانو پرضد يې کاروايي وکړه.

يوه لوړ پوړي پوليس چارواکي فرانس پريس خبري اژانس ته ويلي چې په ډاکه کې يې پنځه زر پوليس ځای پر ځای کړي او د زيارت په ورځ د ښار په لارو کوڅو کې د پخوا په شان ګڼه ګوڼه نه وه.

د ډاکې پولیسو مشر اسدالزمان ميا د عدالت مخې ته خبريالانو ته وويل چې په ټول ښار کې يې امنيت سخت کړی دی.

کارپوهان وايی چې د سزا مانا دا شوه چې د اوسنۍ وزيراعظمې شيخ حسينه واجدې مخالفه خالده ضيا ښايې د دسمبر په مياشت کې کېدونکيو ټاکنو کې برخه وانخستلای شي.

د خالده ضيا ګوند د ۲۰۱۴ م کا ټاکنو بايیکاټ کړی وو خو ويلي وو چې په راتلونکو ټولټاکنو کې به برخه اخلي.

نوموړې د چارشنبې په ورځ خبرې غونډې ته ويلي ول چې هڅه روانه ده چې ددې پرضد عدالت استعمال کړل شي چې دارنګه له سياست او انتخاباتو ګوښه کړل شي.

دبشری حقونو سازمان هيومن رايټس واچ پر حکومت ږغ کړی چې د خلکو په خپله خوښه د نيولو څخه دې ډډه وکړي

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG