د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد ته د افغان پلاوي سفر د سولې د نوي پړاو پيل دی؟


د افغانستان يو پلاوی د چارشنبې په ورځ له پاکستانيو چارواکيو سره د ليدو لپاره اسلام اباد ته رسېدلی دی.

په پلاوي کې د افغانستان کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک او د ملي امنيت مشر معصوم ستانکزی شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دا وروستيو کې په کابل کې بريدونه زيات شوي.

د پاکستان او افغانستان اړيکي او دا رنګه د واشنګټن او اسلام اباد تعلقات وار له مخه خراب دي.

کابل او واشنګټن پر پاکستان تور پورې کوي چې پر خپله خاوره يې هغو وسله والو ته پناه ګاوې ورکړي چې په افغانستان کې حملې کوي.

خو پاکستان دا تورونه ردوي.

د افغان چارواکيو تازه سفر څه ارزښت لري او دا دوه اړخيزه اړيکو سمولو پر لور لومړي ګام ثابتېدای شي؟

دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د افغانستان سولې عالي شورا غړی حبیب الله فوزي او د پاکستان پخواني ډپلوماټ اياز وزير سره څېړل شوې دي.

د افغان پلاوي د اسلام اباد سفر د سولې د نوي پړاو پيل دی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:24:41 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG