د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیاسي ګوندونه له حکومت سره د پښتنو تړون په اړه څه وايي؟


په اسلام اباد کې د پښتنو لویه مظاهره
په اسلام اباد کې د پښتنو لویه مظاهره

پراګ ـ د پاکستان واکمن مسلم ليګ (ن) اتحادي او مخالفه ګوندونو د حکومت او پښتون تحفظ موومنټ ترمنځ د شوي تړون هرکلی کړی او ټينګار کوي چې بايد پر تړون پوره عمل وشي.

مسود ساتنې غورځنګ ( مسود تحفظ موومېنټ) چې اوس په پښتون تحفظ موومېنټ اوښتی، د جنورۍ په ۲۶ مه له ټانک څخه لاريون پیل کړ او د خېبر پښتونخوا تر يو شمېر ښارونو تېرېدو وروسته د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه اسلام اباد ته ورسېد.

د پاکستان د وزیراعظم د سلاکار له دفتره خپور شوی د تړون متن
د پاکستان د وزیراعظم د سلاکار له دفتره خپور شوی د تړون متن

دوی غوښتنه کوله چې په کراچۍ کې وژل شوي ځوان نقيب مسود په ماورا عدالت وژنه کې تورن پوليس افسر راو انور دې ونيول شي، په فاټا کې ښخ شوي ماينونه دي پاک شي، ورک کړل شوي کسان دي عدالت ته وړاندي کړل شي، په جنوبي وزيرستان کې دې پر امنيتي پوستو خلک نه تنګول کېږی او کرفيو دي نه لګېږي او د پښتنو ماوار عدالت وژنو په اړه دې يو عدالتي کمېشن جوړ کړل شي.

له ټانک څخه روان شوي ۲۲ ځوانان چې اسلام اباد ته ورسېدل نو شمېر يې زرګونو ته ورسېد.

په لومړي ځل حکومت غوښتنې په ليکلې بڼه و منلې خو په پاکستان کې پر حکومت اعتبار نه شي کېدالای.
عثمان کاکړ

د سياسي ګوندونو مشرانو هم پرلت ته د ورتلو مخ وکړه او هلته يې په خپلو ويناګانو کې د احتجاج کوونکيو د غوښتنو ملاتړ اعلان کړل.

خو وروسته حکومتي او پوځي چارواکيو سره تر خبرو وروسته د احتجاج کوونکيو غوښتنې په ليکلې بڼه و منل شوې.

د تحريک انصاف مشر عمران خان په هغو سياسي مشرانو کې وو چې احتجاجي ناستې له ورغلی وو او د غوښتنو ملاتړ يې کړی وو. په قامي اسمبلۍ کې ددې ګوند غړي قیصر جمال مشال راډیو ته وويل چې دوی د تړون حمايت کوي او هيله لري چې پر دې به عمل وشي.

د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان او افراسياب خټک هم درنې ته ويناګانې کړې وې. افراسياب خټک وايی چې منطقي خبره وه چې غوښتنې به له حکومت څخه کېدلې چې هغو بلاخره ځواب ورته و ويلو. خو دده په وينا چې اوس به ګوري چې حکومت په تړون کې کړې ژمنې پوره کوي او که نه؟

اوس به ګورو چې حکومت په تړون کې کړې ژمنې پوره کوي او که نه؟
افراسیاب خټک

د جميعت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمن هم درنې ته د وينا پر مهال د احتجاج کوونکيو غوښتنې پر حق بللې وي. د یاد ګوند د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو سېکټر جليل جان وايی چې دوی د تړون حمايت کوي او هيله کوي چې حکومت به ژمنې پوره کړي.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان او سنېټر عثمان کاکړ هم پرلت ته ويناګانې کړې وې. عثمان کاکړ وايي، دا ډېر غټ ګام دی چې په لومړي ځل حکومت غوښتنې په ليکلې بڼه و منلې خو په پاکستان کې پر حکومت په تېره بيا پر اوسني حکومت اعتبار نه شي کېدالای.

د جماعت اسلامي مشر سېنېټر سراج الحق هم پرلت ته وینا کړې وه او ددې ګوند د فاټا مشر زرنور اپريدی وايی بايد نور اړی ګړی جوړ نه شي او پر تړون دې پوره عمل وشي.

که څه هم حکومت غوښتنې منلې خو پښتون تحفظ مومېنټ ويلي چې که په يوه مياشت کې پر تړون عمل و نه شو نو بيا به د سالام اباد پر لور لاريون کوي.

XS
SM
MD
LG