د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بنو کې د جماعت اسلامي یو مشر ملک طفیل وژل شوی


د بنو نقشه
د بنو نقشه

پراګ ـ د پاکستان مطبوعات وايي چې د خېبر پښتونخوا په بنو کې نامعلومه وسله والو د جماعت اسلامي ګوند يو ځايې مشر ملک طفيل خان وژلی دی.

جيو ټيلي ويژن او ډان ورځپاڼه د بنو د پوليسو په حواله وايي چې ملک طفيل خان د یکشنبې سهار وختي د غوريوالا په سيمه په موټر سايکل روانو کسانو په ډزو و واژه.

د پوليسو په خبره بريدګر د پېښې له ځايه تښتېدلي دي.

رسنۍ وايي چې پوليسو په غوريوالا تاڼه کې د نامعلومه کسانو پرضد مقدمه درج کړې ده.

د جماعت اسلامي يو مشر پروفيسر ابراهيم د یکشنبې په ورځ له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال تصديق وکړ چې ملک طفيل وژل شوی دی.

د هغه په وينا، ملک طفيل د جماعت اسلامي فعاله ځايي غړی وو.

پروفيسر ابراهيم زياته کړه چې د ملک طفيل نيکه ملک عبدالجليل خان په بنو کې د جماعت اسلامي له بنسټ اېښودنکيو څخه يو وو او پلار ملک عبدالقدوس او کشر ورور ملک روفيل خان يې د ګوند فعاله غړي ول.

پروفيسر ابراهيم زیاتوي چې د ملک طفيل عمر شاوخوا ۴۰ کاله وو.

که څه هم د هغه د وژنې علت مالوم نه دی خو پروفيسر ابراهيم وايي چې په سيمه کې يې شخصي دښمنياني درلودې.

XS
SM
MD
LG