د لاسرسي ځای

تازه خبر

چینایان متل کوي چې پہ ډېرو ژبو پوھېدل د پوھنې دروازہ دہ.

خو د بشام بلوڅ لپارہ چینايي ژبه اور د سټېنلي چن لپارہ د اردو ژبې زدہ کړه د پوھې دروازه هم ده د پيسو ګټلو هم.

د پاکستان د ډېرہ غازي خان ښار اوسېدونکی بشام بلوڅ د چینیايي ژبې د الف ب پہ زدہ کولو بوخت دی خو چینايي وګړ‎ی سټېنلې چن بیا په روانه اردو کې خبرې کوي.

پاکستان او چین نه یوازې ګاونډیان دي بلکې خپلې دوہ اړ‎خیزہ اړ‎یکې تر ګبینو خوږ‎ې، تر ھمالیا غره دنګې او تر سمندر ژورې بولي.

خو د چین پاکستان اقتصادي راھدارۍ تر تړ‎ون وروسته د چین مرستیال ولسمشر وانګ یانګ په دې کې یو بل لفظ ور زیات کړی‎ دی چې د ده په خبره تعلقات تر پولادو ھم مضبوط دي.

نه یوازې پوھنتونونه بلکې د پاکستان په مختلفو ښارونو کې د ژبو د زدہ کړ‎و مرکزونه ھم د چینايي ژبي ور زدہ کوي.

چین به په پاکستان کې د ۶۲ اربہ ډالر پانګونه کوي خو د دې کار د سرته رسولو او بیا پر مخ وړ‎لو لپارہ د انسانو، په تېرہ بیا د مسلکي پاکستانیانو او چینايي وګړ‎یو ته اړ‎تیا دہ.

دا وګړ‎ي به په ګډو پروژو او کارخانو کې کار کوي.

که د یو بل په ژبه پوه نه شي نو کار به څنګه پر مخ ځي؟

په پاکستان کې د چین سفیر ياو جېنګ د فبرورۍ پر دويمه نېټه بي بي سي ته ویلي ول چې دا وخت ۱۰ زرہ چینایان او ۶۰ زرہ پاکستان د راھدارۍ پر پروژو کار کوي.

نوموړ‎ي دا هم ویلي ول چې د راھدارۍ پر ۲۱ پروژو کار روان دی او ۲۰ نورې پہ پلان کې دي.

حکومتونه د دومرہ لویې پروژو د بریا لپارہ مجبورہ دي چې نه یوازې خپل وګړ‎ي د یو بل ژبو زدہ کولو ته و ھڅوي بلکې د دې لپارہ امکانات ھم برابر کړ‎ي.

شوکت خټک په اسلام اباد کې د چین پاکستان اقتصادي راھدارۍ مطبوعاتي مسوول دی او د دہ پہ خبرہ، دا وخت د پاکستان ۲۸ حکومتي او شخصي پوھنتونونه د چینايي ژبې زدہ کړ‎ي ورکوي.

د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ له مخې چېین به په پاکستان کې د ۶۲ اربه ډالره پانګه اچوي
د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ له مخې چېین به په پاکستان کې د ۶۲ اربه ډالره پانګه اچوي

نه یوازې پوھنتونونه بلکې د پاکستان په مختلفو ښارونو کې د ژبو د زدہ کړ‎و مرکزونه ھم د چینايي ژبه ور زدہ کوي.

شوکت خټک وايي، صوبايي حکومتونه ھم داسې پروګرامونه لري چې ځوانان چین ته د ژبې د زدہ کولو لپارہ ولېږدو‎ي.

د پنجاب حکومت وار له مخه ۲۵۰ ځوانان چین ته لېږ‎دولي دي.

د پاکستان د لوړ‎و زدہ کړ‎و کمېشن ھر کال په زرګونه زدہ کوونکي چین ته استوي.

شوکت خټک وايي، تېر کال ۱۸ زرہ پاکستاني زدہ کوونکي د لوړ‎و زدہ کړ‎و لپارہ چین ته لېږ‎دول شوي ول.

د دہ پہ وینا، دغه ځوانان ھم ھلته چینايي ژبه زدہ کوي نو دا به ھم د چین پاکستان راھدارۍ په پروژو کې د ژبې د اړ‎تیا په پورہ کولو کې مرستہ وکړ‎ي.

تېر کال ۱۸ زرہ پاکستاني زدہ کوونکي د لوړ‎و زدہ کړ‎و لپارہ چین ته لېږ‎دول شوي ول. شوکت خټک

بشام بلوڅ په اسلام اباد کې چینايي ژبه زدہ کوي او له مشال راډیو سرہ يې په خبرو کې وجه دا وښودله‎ چې په سیمه ییز اقتصادي پرمختګونو کې چینايي ژبه زدہ کول د دہ اړ‎تیا دہ.

د دہ په وينا، چین د نړۍ يو لوی اقتصادي قوت دی او ټوله منطقه یو ډول له چينايي پديدې تېرېږي نو په داسې حال کې چینايي ژبه زدہ کول د ده ضرورت هم دی او مجبوري هم.

دی وايي: ((اقتصادي راھداري د پاکستان له گلگت بلتستان څخه پیلېږ‎ي او ګوادر ته رسي نو د یو بلوڅ په حېث چینايي ژبہ زدہ کول زما د بقا لپارہ اړينه دہ.))

چین د نړۍ يو لوی اقتصادي ځواک دی او ټوله سيمه یو ډول له چينايي پديدې تېرېږي نو چینايي ژبه زدہ کول زما ضرورت هم دی او مجبوري هم.
بشام بلوڅ

خو یوازې پاکستانیان چینايي ژبه نه زدہ کوي بلکې چینایان ھم له دې اقتصادي پروژو څخه په ښه توګه د استفادې په خاطر اردو او ځېنې يې پکې پښتو او بلوڅي ژبې زدہ کوي.

ما چې کله له چینايي وګړ‎ي سټېنلې چن سرہ د مشال راډیو لپارہ ټېلېفوني مرکه کوله نو په اردو ژبه مې خبرې ورسرہ وکړ‎ې.

د ھغہ د اردو لهجه او ګرایمر دومرہ ښه وو چې راته احساس شوہ لکه چې ھغہ چینایی نه بلکې اردو ژبی پاکستانی دی.

اردو يې په اسلام اباد کې په درې کلونو کې زدہ کړ‎ې دہ او د دہ په وینا، ھدف يې د پاکستان او چین د ورورګلوۍ اړ‎یکي او له اقتصادي امکاناتو استفادہ کول دي۔

ھغہ ځان لہ ھغو چینایانو سرہ پرتله کوي چې په پاکستان کې کار کوي خو په ځايې ژبه او کلتور نه پوھېږ‎ي۔

چينايي وګړی سټېنلي چن اردو ژبه زده کړې او ورباندې روانې خبرې کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:33 0:00

سټېنلې چن وايې چې د اردو لہ وجې يې ډېر مشکلات اور خنډونه کم شوي دي۔

یو بل چینايي متل دی:

((که له یو چا سرہ په داسې ژبه خبرې وکړ‎ې چې ھغه پرې پوھېږ‎ي نو ستا خبرې د ھغہ دماغو ته رسېږ‎ي خو که له یو چا سرہ د ھغہ په مورنۍ ژبه خبرې وکړ‎ې نو دا د ھغہ زړ‎ہ ته رسېږي.))

XS
SM
MD
LG