عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی. د مشال تر رڼا لاندې خپرونې ټولې راډیويي او ویډیويي برخې دلته اورېدای او لیدلای شئ.
د مشال تر رڼا لاندې کې دا پوښتنه راپورته کوو چې ولې سياسي ګوندونه د شفافيت په اړه اندېښنې لري او څنګه کېدلای شي چې ټاکنې پاکې او رڼې وشي؟
د امريکا ولسمشر د شام له لورې په دوما سيمه کې پر ولسي وګړيو باندې د مشکوکه کيمياوي بريد په تړاو د دمشق پرضد د پوځی اقدام دړکه ورکړې ده.
دا اوونۍ مو په مشال کې د نوبېل انعام ګټونکې ملالې یوسفزۍ له مور تور پېکۍ سره خبرې کړې دي.
هرڅوک چې کور پرېږدي نو په خپل لاس ورته تاله لګوي او په خپل لاس يې خلاصوي. خو د ملالي کورنۍ نه کور ته په خپله کور ته تاله ولګوله او نه يې هم خلاصه کړه.
په واشنګټن کې د پاکستان پخواني سفير حسين حقاني وېره ښودلې چې هېواد ته د هغه پر ستنېدو د اصرار څخه هدف د هغه لادرکه کول يا قتلول دي. حسين حقاني دا خبره د مارچ پر ۳۱م نېټه له امريکا غږ سره د ځانګړې مرکې پر مهال کړې ده.
د ملاکنډ د ماهي ګېرۍ اداره وايي چې په سوات کې د شدت پسندۍ او سېلابونو له وجې چې د ټراوټ ماهيانو توليد اغېزمن شوی وو هغه بېرته په ښه کېدو دی او په راتلونکي کال کې به د ټراوټ توليد يا پېداوار دوه نېم لکو کیلوګرامو ته ورسېږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل د ملالې یوسفزۍ پاکستان ته پر تګ هرکلی کړی دی.
یوه نوې څېړنه ښيې چې په تېرو ۱۶ کلونو کې په پاکستان کې د انټي-بايوټيکپه استعمال کې ۶۵ فيصده زياتوالی راغلی دی.
د افغانستان په هرات کې وسله والو د اهل تشیع پر جومات برید کړی دی چې پکې یو کس وژل شوی او اته ژوبل دي. رویټرز خبري اژانس وايي، اسلامي دولت ډلې د دې حملې ذمه واري منلې. په دې اړه د اژانس ویډیو وګورئ.
ډاکټر فيصل وويل چې د هند دا تورونه ناسم دي چې وايي په اسلام اباد کې يې سفارتي عمله تنګول کېږي.
دا لومړۍ ځل دی چې يوه ښځه د پاکستان په سېنېټ کې د اپوزيشن مشره جوړېږي.
راو انوار له تېرو شاوخوا دوو مياشتو راهيسې فراره وو او په وار وار ورته سپريم کورټ د حاضرېدو حکم کړی و
د نقيب الله مسود په وژنه کې تورن پولیس افسر راو انوار د چارشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې سپريم کورټ ته له حاضرېدو پس ونیول شو.
د پښتون تحفظ غورځنګ د اغېزناکۍ، چیلنجونو او د پاکستان رسنيو د رول په اړه مو د سياسي چارو له پوه رفیع الله کاکړ سره مرکه کړې ده.
ویناوالو د پاکستان له حکومته غوښتنه وکړه چې په کراچۍ کې د نقیب مسود په وژنه کې ککړ پولیس افسر راو انوار دې ژر تر ژره ونیسي، ورک کسان دې عدالت
د شنبې پر ورځ له سپینې ماڼۍ څخه په خپور شوي یو بيان کې ویل شوي چې دا خبره د امريکا مرستيال ولسمشر مايک پنس د پاکستان له وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سره د ملاقات پر مهال وکړه چې د مارچ پر ۱۶ مه شوی وو.
دا انتخابات د تېرو په پرتله ځکه مختلف وبلل شول چې سربېره پردې واکمن مسلم ليګ نواز ډلې په سېنېت کې اکثريت درلود د سېنېټ مشرتابه چوکۍ يې ترلاسه نکړای شوه.
د نقيب مسود د وژنې د مقدمې اورېنه د چارشنبې په سهار په کراچۍ کې د چيف جسټس ثاقب نثار په مشرۍ کې درې کسيېزې جرګګۍ وکړه.
تحريک انصاف د سېنېت د نوی مشر او مرستيال مشر لپاره د بلوچستان د وزيراعلی د کانديدانو ملاتړ کړی دی.
نور وښیئ