د لاسرسي ځای

تازه خبر

شېري رحمان سېنېټ کې د اپوزیشن مشره وټاکل شوه


د پيپلز پارټۍ سېنېټره شېري رحمان په رسمي توګه د پاکستان په سېنېټ کې د اپوزېشن مشره ټاکل شوې ده.

د سېنېت د مشر صادق سنجراني په امر د سېنېټ سېکرېټريټ د زيارت پر ورځ په دې اړه رسمي اعلاميه خپره کړه.

دا لومړۍ ځل دی چې يوه ښځه د پاکستان په سېنېټ کې د اپوزيشن مشره جوړېږي.

پيپلز پارټۍ نوموړې د مارچ پر ۱۴مه د اپوزېشن د مشرې لپاره ونوموله.

که څه هم پيپلز پارټۍ په سېنېت کې ۲۰ غړي لري خو د مختلفو ګوندونو ۱۴ نورو غړيو د هغې حمايت وکړ.

تر رسمي اعلاميې وروسته شيري رحمان پر خپله فېسبوک پاڼه د خپل ګوند د مشرانو بلاول بوټو زرداري او اصف علي زرداري مننه کړې ده.

نوموړې د بلوچستان او فاټا د سنېټرانو، د عوامي نېشنل ګوند او بلوچستان نېشنل پارټۍ مېنګل ډلې د غړيو هم مننه کړې چې ددې په ټاکنې کې ورسره مرسته کړې ده.

ددې په مقابله کې تحريک انصاف اعظم خان سواتی نومولی وو چې هغه ته د ۱۹ غړيو حمايت ترلاسه شو.

شيري رحمان په داسې حال کې د اپوزېشن مشره ټاکل شوې چې په دې وروستيو کې تحريک انصاف، پيپلز پارټۍ او ځينو نورو ګوندونو په ګډه د سېنېت مشر او مرستيال مشر ټاکلی وو او اکثريتي ګوند واکمن مسلم ليګ نواز ډلې ته يې ماتې ورکړې وه.

په اسلام اباد کې خبريال او څېړونکی هارون رشيد وايي چې دلچسپه خبره دا ده چې د سېنېټ مشر صادق سنجراني د پيپلز پارټۍ په مرسته ټاکل شوی، مرستيال مشر سليم مانډوي والا هم د دې ګوند کانديد وو او اوس يې د اپوزيشن مشري هم خپله واخیستله.

د شيري رحمان د مشهورې انګريزۍ ژبې مجلې هيرالډ پخوانی مشره وه خو وروسته يې په پيپلز پارټۍ کې ګډون وکړ او د بې نظير بوټو له نږدې ملګرو څخه وه.

هغهدوه ځله د قامي اسمبلۍ غړې، د پاکستان د اطلاعاتو پخوانۍ وزيره او په واشنګټن کې د پاکستان پخوانۍ سفيره پاته شوې ده.

XS
SM
MD
LG