د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنس: پاکستان دې د طالبانو او نورو وسله والو ضد زیات اقدامات وکړي


د اریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس
د اریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس

پراګ ـ امريکا پر پاکستان ټېنګار کړی چې طالبانو او نورو وسله والو ته په ماتې ورکولو کې له دوی سره له نږدې کار وکړي.

د شنبې پر ورځ له سپینې ماڼۍ څخه په خپور شوي یو بيان کې ویل شوي چې دا خبره د امريکا مرستيال ولسمشر مايک پنس د پاکستان له وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سره د ملاقات پر مهال وکړه چې د مارچ پر ۱۶ مه شوی وو.

بيان زياتوي چې مايک پنس ويلي چې پاکستان پر خپله خاوره د طالبانو، حقاني شبکې او نورو مشکوکو ترهګرو د فعاليت د ستونزې په لړ کې بايد له واشنګټن سره له نږدې کار وکړي او دا کار کولی هم شي.

ورته مطالب
امریکا وايي پاکستان د وسله والو ضد له زړه ګامونه نه اخلي
ویلز: پاکستان سولې ته د طالبانو په حاضرولو کې مهم رول لوبولی شي
څېړونکي: د امریکا او پاکستان تعلقات په ښه کېدو دي

خو په بیان کې د شاهد خاقان عباسي او مايک پنس ترمنځ د ملاقات د دقيق وخت، ځای او د ليدنې د هدف په اړه په ډاګه څه نه دي ويل شوي البته د امريکا رسنۍ وايي چې ليدنه په واشنګټن کې د مرستيال ولسمشر په کور کې شوې ده.

سرچينې وايي چې دا يو شخصي ملاقات وو چې د پاکستاني وزيراعظم په خواست شوی وو.

د پاکستان وزیراعظم شاهدخاقان عباسي
د پاکستان وزیراعظم شاهدخاقان عباسي

د پاکستان رسنۍ وايی چې شاهد خاقان عباسي د علاج لپاره د مارچ پر ۱۴مه امريکا ته تللی او هلته يې د پارلېمان له غړو سره ملاقاتونه کړي دي.

پروسږ کال د اګست په مياشت کې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لورې د افغانستان او جنوبي اسيا په اړه د تګلارې تر اعلان وروسته دا دويم ځل دی چې د پاکستان وزيراعظم د امريکا له مرستيال ولسمشر سره ملاقات کوي.

په تګلاره کې پر پاکستان غږ شوی وو چې پر خپله خاوره د وسله والو پټنځايونه له منځه یوسي.

پاکستان پر دا خبره خپګان ښودلی وو چې په نتيجه کې يې د دواړو هېوادونو ترمنځ وار له مخه خراب تعلقات نور هم کړکېچن شوي ول.

وروسته شاهد خاقان عباسي په واشنګټن کې له مايک پنس سره وليدل او د دوه اړخيره اړيکو د ښه لپاره دواړه د خبرو اترو پر دوام سره سلا شول.

یوازې دومره پرمختګ شوی چې په اړيکو کې تاوترېخوالی پر ځای درېدلی، البته داسې ښکاري چې د تعلقاتو په ښه کېدو کې څه خاص پرمختګ نه دی شوی.
پخوانی سفارتکار ایاز وزیر

تر دې ملاقات ورسوته، د پاکستان او واشنګټن د لوړ پوړو چارواکيو د يو بل د هېواد سفرونه وکړل او په يوشمېر ملاقاتونو کې يې ستونزې او د حل لارې بحث کړې.

خو اوس چې د امريکا مرستیال ولسمشر مايک پنس هم هغه خبره تکرار کړې چې له شاهد خاقان عباسي سره يې د پروسږ کال په ملاقات کې کړې وه نو پوښتنه راپورته کېږي چې ايا دواړو هېوادونو د لوپوړو چارواکيو ترمنځ په شویو ليدنو کې څه خاص پرمختګ نه دی شوی؟

ددې په ځواب کې د پاکستان پخوانی ډپلوماټ اياز وزير وايي چې یوازې دومره پرمختګ شوی چې په اړيکو کې تاوترېخوالی پر ځای درېدلی، البته داسې ښکاري چې د تعلقاتو په ښه کېدو کې څه خاص پرمختګ نه دی شوی.

اياز وزير د دې وجه په افغانستان کې د امريکا او پاکستان په ګټو کې ټکر کې ګڼي. دده په وينا، تر څو دواړه هېوادونه د خپلو ګټو په رڼا کې يو بل ته ځای ورنکړي، دده په خبره ښايي تر هغې تعلقات ښه نه شي.

د جمعې پر ورځ د امريکا يو لوړپوړي چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط خبريالانو ته ويلي ول چې پاکستان پر خپله خاوره د فعالو طالبانو او حقاني شبکې پرضد د کاروايۍ کولو په اړه د امريکا د غوښتنو په ځواب کې بېخي ډېر لږ ګامونه پورته کړي دي.

نوموړي زياته کړه چې واشنګټن د اسلام اباد له لوري د حقاني شبکې او طالبانو د پنا ځايونو په اړه تش د خبرو تر حده نه بلکې د رښتونو اقداماتو په انتظار دی او پکار ده په دې لړ کې پر پاکستان فشار جاري و ساتل شي. البته هغه وويل چې امريکا غواړي ددې لپاره پاکستان ته نور وخت هم ورکړي.

بل خوا پاکستان پر خپله خاوره د طالبانو او حقاني شبکې د پټنځايونو تور رد کړی دی. د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف د مارچ پر نهمه د قامي اسمبلۍ غونډې ته د وينا پر مهال ويلي ول چې په افغانستان کې سوله د پاکستان ارمان دی. هغه امريکا ته په اشاره سره ويلي ول چې پاکستان به د افغانستان په چارو کې د بل هېواد اله کار جوړ نه شي.

XS
SM
MD
LG