د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سېنېت ټاکنې راتلونکي انتخابات اغېزمنولای شي؟


د دوشنبې پر ورځ صادق سنجرانی د پاکستان سېنېټ مشر او سليم مانديوالا يې مرستيال وټاکل شو.

دا انتخابات د تېرو هغو په پرتله ځکه مختلف وبلل شول چې سربېره پر دې واکمن مسلم ليګ نواز ډلې په سېنېټ کې اکثريت درلود خو د سېنېټ مشرتابه چوکۍ يې ترلاسه نکړای شوه.

دغه ټاکنې پيپلز ګوند، تحريک انصاف او د بلوچستان شپږو ازادو اميدورانو اتحاد وګټلې.

خو تر ټاکنو له مخه ډېره زياته سياسي چنه ووهل شوه او دا تورونه هم ولګول شول چې تر شا يې ځينې پټ قوتونه دي چې غواړي د سېنېت مشري د مسلم ليګ نواز ډلې په لاس ور نه شي.

يوه مهمه خبره دا هم ده چې ځينې کارپوهان فکر کوي چې د سېنېت د دغو ټاکنو څرک او اغېزښايې سږکال په کېدونکيو ټولټاکنو کې هم ليدل شي.

ايا داسې ممکن ده؟

دا او ورسره تړلې نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې له خبريال او څېړونکي علي ارقم، د پيپلز ګوند يو مشر اخوندزاده چټان او د سياسي چارو ليکونکي حضرت شاه سره څېړل شوې دي.

د سېنېټ اوسنيو انتخاباتو څرک به په ټولټاکنو کې تر سترګو شي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:20 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG