د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات: د ټراوټ کبانو تولید مخ په زیاتېدو دی


د ارشیف انځور: ټراوټ کب
د ارشیف انځور: ټراوټ کب

پراګ ـ د ملاکنډ د ماهي ګېرۍ اداره وايي چې په سوات کې د شدت پسندۍ او سېلابونو له وجې چې د ټراوټ ماهيانو توليد اغېزمن شوی وو هغه بېرته په ښه کېدو دی او په راتلونکي کال کې به د ټراوټ توليد يا پېداوار دوه نېم لکو کیلوګرامو ته ورسېږي.

د ملاکنډ د ماهي ګېرۍ ادارې مشر ابرار احمد د يکشنبې پر ورځ مشال راډيو ته وويل چې په ۲۰۱۰م کال کې په سوات کې د سېلابونو له وجې د ټراوټ ماهيانو د روزلو ۲۷ فارمونه په مکمله توګه تباه شوي ول چې اوس نه يوازې د امريکا پرمختيايي ادارې يو اېس اېډ په مرسته بېرته رغول شوي دي بلکې د خېبر پښتونخوا د حکومت په کومک نور هم جوړ کړل شوي دي.

د ارشیف انځور: ټراوټ کب
د ارشیف انځور: ټراوټ کب

د نوموړي په وينا، دا وخت په سوات کې د ټراوټ ماهيانو ۸۷ فارمونه دي او دده په خبره په ۲۰۱۰ کال له مخه چې د ټراوټ ماهيانو کلنۍ پېداوار ۵۰ زره کلوګرامه وو هغه اوس بحال شوی دی.

د ابرار احمد په وينا چې ورځ تر بلې په فارمونو کې د ماهيانو روزنه ښه کېږي او د دوی اندازه ده چې د ۲۰۱۹م تر پایه به په سوات کې د ټراوټ ماهيانو پېداوار دوه نېم لکو کیلوګرامو ته ورسېږي.

محمد رشيد د مدين ټراوټ فش فارم خاوند دی او له تېرو ۳۰ کلونو راهسيې د ټراوټ ماهيانو کاروبار کوي. نوموړي د يکشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وويل چې کله په ۲۰۰۵م کال کې په سوات کې طالبان راپېدا شول له هغه وروسته د دوی کاروبار زيات اغېزمن شو.

دده په خبره د طالبانو په وخت کې يې يوه فارم ته زهر واچول شول چې پکې تر درې لاکه زيات ټراوټ ماهيان مړه شول او ده ته يې تر دوه کروړو روپو زيات تاوان ورسولو.

د طالبانو په وخت کې يوه فارم ته زهر واچول شول چې پکې تر درې لاکه زيات ټراوټ ماهيان مړه شول.
د مدین ټراوټ فش مالک محمد رشید

د محمد رشيد په وينا چې د طالبانو پرضد د پوځي عملياتو وروسته چې څنګه هم کاروبار په ښه کېدو شو نو په ۲۰۱۰م کال کې سېلاب راغلو او ټول فارمونه يې تباه کړل.

د هغه په خبره، د امريکا د پرمختيايې ادارې په مرسته يې فارمونه بېرته رغول شي او د پخوا په نسبت يې اوس کاروبار مخ په غوړېدو دی.

که څه هم حکومت، يواېس اېډ او د فارمونو مالکان د ټراوټ ماهيانو د پېداوار پر زياتولو بوخت دي خو بيا هم په دې لړ کې چېلنجونه شته.

په سوات کې خبريال فضل خالق چې د يکشنبې په ورځ يې د ټراوټ ماهيانو په اړه رپورټ په ډان ورځپاڼه کې خپور شوی، مشال راډیو ته وويل چې د سوات سيند ماهيانو ژوند د کرش مشينونو له وجې له خطر سره مخامخ دی.

د سوات سيند ماهيانو ژوند د کرش مشينونو له وجې له خطر سره مخامخ دی.
خبریال فضل خالق

د نوموړې په وينا د سيند په غاړه يو شمېر کرش مشينونه جوړ شوي او ددې لپاره له سيند څخه ډبرې او بجريان را اېستل کېږي.

دده په خبره حکومت دا کار ناقانونه ګرځولی او ورباندې يې بندېز لګولی خو پرضد يې سياسي ډلې احتجاج کوي.

د فضل خالق په خبره، که حکومت د سياسي ډلو په فشار دا بندېز بېرته واخيست نو دا به د سيند ماهيانو ته زيان ورسوي.

XS
SM
MD
LG