د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوبل جایزه ګټونکې ملاله يوسفزۍ پاکستان ته تللې ده


د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل د ملالې یوسفزۍ پاکستان ته پر تګ هرکلی کړی دی.

ډاکټر محمد فیصل د پنجشنبې په ورځ پر خپله رسمي ټویټر پاڼه لیکلي چې، پاکستان "ګل مکۍ" ته هرکلی وايي او موږ په تاسو ویاړو ."

ګل مکۍ د ملالې یوسفزۍ هغه قلمي نوم دی چې نوموړې په سوات کې د طالبانو د ظلمونو بیانولو لپاره کارولی وو.

د سولې نوبل جايزه ګټونکې ملاله يوسفزۍ څه د پاسه پنځه کاله وروسته پاکستان ته تللې ده.

د پاکستان رسنۍ د وزيراعظم له دفتره د خپور شوي بيان حواله ورکوي چې ملالې يوسفزۍ د پنجشنبې سهار په اسلام اباد کې له شاهد حاقان عباسي سره ليدلي دي.

په ملاقات کې د اطلاعاتو وزيره مريم اورنګزيب، د انفارمېشن ټيکنالوجۍ وزيره انوشه رحمان او د مسلم ليګ ن يوه مشره ماروي مېمن هم موجوده وه.

د پاکستان شخصي ټيليويژن جيو يوه ځانګړې ويډيو خپره کړې ده چې پکې ملاله يوسفزۍ، د هغې پلار ضياوالدين يوسفزی او مور تورپېکۍ په الوتکه کې ناست ليدل کېږي.

په ويډيو کې ښکاري چې دوی درې واړه له ايرپورټ څخه راوځي او په ګاډي کې کښېني.

نوموړې د ۲۰۱۲م کال د اکتوبر په میاشت کې هغه وخت وسله والو طالبانو په ډزو وېشتلې وه چې کله په مېنګوره کې په ګاډۍ کې له سکول څخه کورته ته روانه وه.

له ټپي کېدو وروسته د علاج لپاره د برتانيې برمنګهم ښار ته يوړل شوه چې بيا هم هلته سره له خپلې کورنۍ پاته شوه.

ملالي يوسفزۍ په ۲۰۱۴م کال کې د ماشومانو د حقونو نړيواله جايزه ګټلې وه.
ملالي يوسفزۍ په ۲۰۱۴م کال کې د ماشومانو د حقونو نړيواله جايزه ګټلې وه.

ملالې يوسفزۍ د خپل نوبل انعام په پيسو په خپل پلرنې کلي شانګله کې يو های سکول جوړ کړی چې پکې دوه اوونۍ وړاندې درس پیل شو خو مالومه نه ده چې هغه به په رسمي توګه د سکول پرانسته کوي او که څنګه.؟

هغه ۱۵ کلنه وه چې وسله والو طالبانو ورباندې قاتلانه حمله وکړه.

په ۱۷ کلنۍ کې ورته د سولې نوبل جايزه ورکړل شوه.

ملاله يوسفزۍ دا وخت د برتانيې په اکسفورډ پوهنتون کې زدهکړې ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG